لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه ايجنسي : پوځي عملياتو کې شپږ جنگيالي وژل شوي دي


کرمه ايجنسي : پوځي عملياتو کې شپږ جنگيالي وژل شوي دي
کرمه ايجنسي : پوځي عملياتو کې شپږ جنگيالي وژل شوي دي

د پاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوؤ عملياتو کې لږ ترلږه شپږ جنگيالي وژل شوي او دهغوي دوه ځالې هم له مينځه تللي دي.
دسرچينو له مخې دخالي په ورځ په مينځنۍ کرمه ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو دتوپو څخه دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي دي.
دغه کارروايۍ کې دشپږو جنگيالو دوژل کيدو او دهغوي ددوؤ ځالو دتباه کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي.
بلخوا دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ، دخيبرپښتونخوا صوابۍ او کوهاټ سيمو کې تندلارو درې سرکاري سکولونه په چاؤديدونکو موادو سره الوځولي دي.
دخيبرايجنسۍ په شلوبر سيمه کې تندلارو سحر وختي په يو هائي سکول کې درنه چاؤدنه کړې چې له امله يې ددغه سکول دودانۍ اتۀ کمرې مکمل تباه شوي دي.
ددغه پيښې څخه وروستو په خيبرايجنسۍ کې دتندلارو لخوا دتباه کړل شوؤ سکولونو شميره 36ؤ ته رسيدلې ده.
تيره شپه دايف ار کوهاټ جواکي په ترکي اسماعيل خيل سيمه کې هم يو سکول په بارودو سره تباه کړل شوى دى.
په صوابۍ کې هم دخالي په ورځ سحر وختي نامعلومو تندلارو دهلکانو ديو پرائمري سکول وداني په بارودو سره تباه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG