لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه ايجنسي : د مائن چاودنه کې دوه کسان مړه شپږ ژوبل


کرمه ايجنسي : د مائن چاودنه کې دوه کسان مړه شپږ ژوبل
کرمه ايجنسي : د مائن چاودنه کې دوه کسان مړه شپږ ژوبل

د پاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې د مائن چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي. د رپوټونو ترمخه دغه پېښه هغه مهال وشوه کله چې د مسافرو څخه ډک یو گاډې د مرکزي کرمې ايجنسۍ نه کوزې کرمې ایجنسۍ په لادها سیمه کې مائن سره ټکر شو. سرچينې وائي چاؤدنه کې گاډى په بشپړ ډول تباه شوى ، دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.
په يوه بله پيښه کې دمرکزي کرمې ايجنسۍ څخه يو شمير وسله والو جنگيالو اته کسان دخپلو دريوؤ گاډو سره تښتولي دي.
امنيتي ځواکونو هم د کرمې ايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو کې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې چې پکې دشپږو تندلارو دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي.
تير کال پاکستاني پوځيانو په کرمه ايجنسۍ کې دجنوبي وزيرستان څخه دغه قبائيلي سيمې ته دتښتيدلو جنگيالو په ضد عمليات پيل کړي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG