لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرمی او اورکزو عملیاتو کې د 38 جنگيالو وژنې رپورټونه


ځېني رپورټونه وایي په دغه بمبارۍ کې د تندلارو کمانډر ملا معین الدين هم وژل شوى وي
ځېني رپورټونه وایي په دغه بمبارۍ کې د تندلارو کمانډر ملا معین الدين هم وژل شوى وي

رپورټونو ترمخه د پاکستان په کرمه او اورکزو قبایلي ایجنسیو کې د امنېتي ځواکونو سره په نښتو او بمبارې کې د یو کمانډر په گډون 38 تندلاري وژل شوي دي.
چارواکي وائي په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې د شورو په سحرد جېټ الوتکو څخه د تندلارو په شکمنو ځالو ترسره شوې بمبارۍ کې لږ ترلږه 20 طالب تندلاري وژل شوي.
سر چېنې وایي په دغه بمبارۍ کې د تندلارو څلور ځالې په نخښه کړل شوي.
يو امنيتي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط بهرني خبري اژانس سره خبرو کې ویلي د تندلارو دکومو ځالو پر ضد چې عمليات ترسره شوي هغه دپاکستاني طالبانو د کمانډرانو مُلا طوفان او کمانډر ملا معین الدين سره تعلق لري.
ځېني رپورټونه وایي په دغه بمبارۍ کې تندلارې کمانډر ملا معین الدين هم وژل شوى وي.
يو بل امنيتي چارواکي وويل د تندلارو څلور ځالې تباه کړل شوي او کيدى شي دمړو په شمير کې زياتوالى راشي.
بل لوري ته په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې هم امنيتي ځواکونو سره نښتو کې دشپږو بهرنيانو پشمول لږ ترلږه 18 تندلاري وژل شوي.
دسرچينو ترمخه دتندلارو په ضد دروانو عملياتو په مهال په جوگي سيمه کې دامنيتي ځواکونو او وسله والو جنگيالو ترمينځ شوې نښته کې 18 تندلاري وژل شوي چې پکې شپږ ازبک هم شامل دي.
دپاکستان په قبائيلي سيمو کرمه او اورکزو کې دتندلارو په ضد روانو پوځي عملياتو کې دغه چټکتيا وروستو له هغې رامينځته شوې چې تيره ورځ په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې په شلگونو وسله والو يوه امنيتي پوسته باندې بريد وکړو او گڼ شمير پوځيان يې مړۀ او ژوبل کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG