لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرغزستان کې د پاکستاني په شمول ١٠٠ تنان وژل شوې


کرغزستان کې د اړې گړی لړۍ دوام لري. تشدد او د نافرارۍ په پیښو کې د یو پاکستاني په شمول ١٠٠ تنان وژل شوې او د ١،٠٠٠ؤ نه زیات نور خلک زخمیان شوې. تشدد په اوش او جلال آباد ښارونو کې رامنځته شوی چې د پخواني صدر پلویانو مرکزونه گڼلی کیږي

د مرکزي اسیا هیواد کرغزستان په جنوبي برخه کې اړی گړی او تشدد جارې دی چې پکښې د یو پاکستاني تن په شمول ١٠٠ تنان وژل شوې او د ١٠٠٠ؤ نه زیات خلک زخمیان شوې دي.
د پاکستان خارجه وزارت کرغزستان کې د پاکستاني وگړي په وژل کیدو خفگان څرگند کړی او ویلې ١٥نور پاکستانیان یرغمال نیولی شوې دي. د وژل شوې پاکستاني تن تعلق د پاکستان د پنجاب صوبې سره ښودل کیږي.
د کرغزستان په جنوبي ښارونو اوش او جلال آباد کې ناقراري د ازبک او کرغز نسلونو خلکو په منځ کې د جگړو ورسته شورو شوه. سیمې ته اضافې ځواکونه لیږل شوې دي او ورته د ورانکارو په ډزو د وژلو حکم ورکړی شوی دی.
دکرغزستان موقتي صدرې روزا اوتنبائیوا د اړې گړې پړه د پخواني صدر کورمانبیک باقیو په پلویانو اچولې ده. هغې ویلې چې د پخواني صدر پلویان غواړي چې د دې میاشتې په اخره کې کیدونکی ریفرینډم وو ځنډوي چې پکښې به په آئین کې په بدولون او د صدر اخیارات په کمولو ووټ اچول کیږي.
خو پخواني صدر خپل یو بیان کې د اړي گړي کې د لاس لرلو الزامات رد کړې دي او په حکومت يي ټکونه کړې دي چې د وولس په تحفظ کې ناکامه شوی دی. د پخواني صدر تخته په اپریل کې نسکوره کړی شوې ده او هغه د هیواد نه تښتیدلی دی. اوش او جلال آباد ښارونه د کورمانبیک باقیو د پلویانو مرکزونه گڼلی کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG