تیره میاشت د سویلي اسیايي هیوادونو محصلینو او کارګرانو په ضد د کرغستان پایه تخت بېشکیک کې د ډلیزه تشدد د پیښو وروسته حکومت د غیرقانونه مهاجرو او د مهاجرت په قانون کې د بدلون په اړه غور شورو کړی. څیړنکار فکر کوي د دې ګامونو سره د کرغزستان چارواکي په دوه برخو کې ویشل شوي او د هیواد اقتصاد ته زیان هم رسولی شي.
د مۍ په اتلسمه بېشکیک کې ۷۰۰ کرغېز ځوانان د خارجې محصلینو د هاسټلو مخې ته راجمه شول، دغه هاسټلو کې اکثره د سویلي اسیايي هیوادونو د طب محصلین وو. مظاهرچیانو د مهاجرو په اضافه باندې احتجاج کوو او غوښتنه يي کوله چې خارجي کارګران دې د هیواد نه بهر کړی شي کوم چې دوي د مهاجرت قانون ماتونکي بلي.
د دې وروسته مظاهره چیان په هاسټلو ورغلل او پکې میشت کسانو باندې تشد اوشو او ددوي سامانونه يي مات رامات کړل. د پولیسو په وینا ۴۱ محصلین دغه پېښو ژوبل شو چې پکې اکثره پاکستانیان وو.
پولیس له هم د پېښو پلټڼې کوي چې لامل يي مالوم شي. په پلټنه کونکو کې د قامي سلامتیا لپاره په ریاستي کچه مشر کمچل بېک تشایوف هم شامل دی چې پخوا د روس استخباراتي ادارې کی جي بي کرغزستان لپاره مشر هم وو. دی وايي د مۍ اتلسمې پرتشدده مظاهره کونکو ځېنې غوښتنې جایز دي.
دی زیاتوي "مونږ سره د غیرقانونه مهاجرو د جرایمو حساب کتاب موجود دی. په عمومي توګه دا د بنګلادیش او پاکستان نه راغلي غیر قانونه مهاجر دي."
ده په ایشارې سره وویل چې حکومت نزدې دوه نیم زره هغه کسان د ملکه اویستل چې په تېرو څو میاشتو کې يې د مهاجرت د قانون سرغړونه کړې وه.
ښاغلی تشایوف د وزیرانو د کابیني نایب مشر هم دی او د صدر سدهیر جپاروف نه وروسته د ملک لوی باثره تن دی او د مهاجرت د قانون سختولو په اړه يې خبره ډیره سنجیده اخستل کیږي.
تشایوف ته ځوابده د داخله چارو وزیر د مۍ په ۲۴مه د مهاجرت په قانون کې د بدلونو لپاره مسوده وړاندې کړې چې پکې د ویزې ختمیدلو ورستو پاتې کیدونکو او یا په غیرقانوني توګه روزګار کونکو کسانو باندې جرمانه دوه غبرګه د سېوا کولوغوښتنه شوې.
ځايي پولیس وايي د مۍ په دېرشمه په بېشکیک کې د پولیسو لخوا په چاپو کې ۶۴ غیرقانونه مهاجر ګرفتاره کړی شو.
د کرغزستان میډيا د اپریل په میاشته کې ویلي وو چې د مزدورانو د چارو وزارت د بنګلادیش، پاکستان او د هند وګړو ته ویزې ځڼډولي دي.
په چاپو حکومت کې اختلاف رای
په ملک کې د خارجیانو په ضد د چاپو سره ویرې سیوا شوي. رحیم یو پاکستانی دی چې په کرغېز پوهنتون کې زد کړې کوي، په قانوني اسنادو اوسېږي خو ورباندې ډلیزه مظاهرچیانو تشدد کړی دی. هغه وايي د کرغزستان د دستور او قانون احترام کوي.
رحیم ګیله کوي چې موجوده حکومت ورسره امتیازي رویه ساتلې او تازه اقدامات يي زیاتره د سویلي اسیايي هیوادونو قامیت لرونکو په ضد دي.
د کرغزستان میډیا وايي د مۍ اتلسمې راپدیخوا څلور زره خارجیان د ملک نه ویستل شوي چې پکې زیاتره پاکستانیان دي.
د مهاجرو په ضد چاپو د کرغزستان حکومتي چارواکي هم اندیښمن کړي دي. د شمارشمېرو قامي کمېټۍ ترمخه په کرغزستان کې ټول خارجي محصلین ۷۱ زره دي چې پکې ۲۴ زره د هند،پاکستان او بنګلادیش دي کوم چې زیاتره د طب زدکړې کوي.
تیر کال چې کله د کرغزستان د ودانیو، درنګونو او جامو د جوړولو صنعت لخوا د مزدروانو غوښتنه سیوا شوه نو د خارج نه راغوښتونکو مزدورانو شمار د ۱۶۶۰۰ په ځاۍ ۲۵۰۰۰ ته زیات کړی شو.
د کرغزستان د مزدرانو د چارو وزیرې ګلناره باتیروه د یو ځايي میډيا سره په مرکه کې د ملک نه د مزدورانو د ویستلو منقي اثرات بیان کړل. "مونږ سره د مزدرانو دې وخت زیات کمۍ دی او که چرې خارجي مزدوران اووتل نو دې په تمام وړو صنعتونو او کاروبارونو باندې بډیر بد اغیز اوکړي.دوي حکومت ته ټېکس ورکوي. کارخانې به ودریږي او دا به د ملک اقتصاد ته زیان ورسوي."
په سیاسي توګه غور
په بېشکیک کې یو ځايي خبریال وایس اف امریکا ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي د اتلسمې مۍ پېښو د کرغزستان مشرانو ته یو خبرداری ورکړی.
دی وايي "دغه قهرجنه ځوانانو د حکومت ودانیو اړخ ته هم مخه کولی شوه او سرکاري ودانۍ يي قبضه کولی شوې."
دی زیاتوي د مهاجرو په ضد تازه چاپې ددغه ډلیزه قهرجنه خلکو د خوشالولو لپاره د کرغزستان د حکومت یوه هڅه ده.
ایمل جوریوف په بېشکیک کې د مرکزي اسیا لپاره د امریکايي پوهنتون یو استاد دی. په مۍ شلمه ده میډیا سره مرکه کې يې ویلي، "ډیره موده کیږي چې مونږ په کرغزستان کې په ډیرو نازکو سیاسي موضوګانو دا ډول احتجاج نه دی لیدلی ځکه چې حکومت داسې موقعې په دباؤ لاندې کوي."
ښاغلی تشایوف دعوا کوي چې د مۍ په اتلسمه مظاهره کونکو کې خارجي ایجنټان وو. "په دغو کې هغه خلک وو کومو چې ټېلې فون او وټس ایپ کاروو. دوی د ریاست خلاف قهر يې جنه ستونزې راپورته کولې، دې کې ځېنې هغه خلک هم وو چې وسله ورسره وه.مونږ دغه نیولي او تپوس پوښتنې ترې روانې دي."
د بیا رغونې هڅې
صدر جپاروف خپل تقسیم حکومت د بیا رایوځاۍ کولو هڅه کوي.
د مۍ په شلمه د په خپل رسمي ویب پاڼه جاري شوي بیان کې ده ذکړ کړی چې "زمونږ محب وطنه ځوانانو نه غوښتنه ده چې د غیرقانونه مهاجر او خارجیانو مخه اونیسي او د هغه خلکو خلاف دې کلک ګامونه پورته کړی شي څوک چې دوی ته ددې فعالیتونو ایجازت ورکوي. خو ده د هغه چارواکو طرفداري هم وکړه څوک چې د مهاجرو حوصله افزايي کوي."
د مۍ په دیرشمه صدر جپاروف په فیس بک ویب پاڼه لیکلي وو چې کرغزستان ته دې وخت د مزدورانو سخت ضرورت دی. نوموړي په ځايي خلکو هم غږ کړی چې خالي څوکۍ ډکې کړي خو اقتصاد پوهان فکر نه کوي چې د صدر دغه خواست ته به کوم څوک ځواب اوکړي.
د مزدورانو د چارو وزیرې په اتلسمه مۍ خپله یو مرکه کې ویلي وو چې د کرغزستان شرکتونه ځايي خلکو ته د روزګار ورکولو نه ویریږي. " زمونږ خلک په وخت خپل کارونو ته نه ځي، د خپل معاش ترلاسه کولو ورستو تر دریو ورځو پورې بیا ورک وي او بیا روخصتیانو خواستونه کوي او د زیګون ورځو ته."
Forum