لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قرغزستان کې د نوې آئین د پاره ریفرینډم شوی


قرغزستان کې د نوي آئین د پاره ریفرینډم شوی. د نوي آئین ترمخه به پارلییمان ته زیات اختیارات ورکول کیږي او د عام انتخاباتو د پاره به زمینه برابرول کیږي.

نوی اساسي قانون یا ائین به پارلیمان ته زیات اختیار ورکړې او هیواد کې به د عام انتخاباتو د پاره زمینه برابر کړې.
د قرغزستان موقتې مشرې روزا اوتنبائیوا د نوې آئین د پاره شوی ریفرینډم قانونې وو گرځولو او وې ویل چې د سخت مخالفت باوجود د ووټ اچونه په کامیابۍ ترسره شوې.
ددې میاشت په وړمبو کې په قرغزستان کې د نسلي اړې گړې ورسته، دا غوښتنې کیدې چې ریفرینډم دې وو ځنډولی شې خو روزا اوتنبائیوا دغه غوښتنې رد کړې.
په نسلې فساداتو کې په سلگونو خلک وژل شوې دې او تر څلورو لاکو پورې زیاتره د ازبک نسل خلک بې کوره شوې.
د اختلاف ځنې غړې وائې چې د ریفرینډم په نتیجو کې درغلې شوې ده او په دروغه ویل شوې چې په دې کې ٧٠ فيصده خلکو برخه اخستې.
خو د نړې والو څارنه کونکو وینا ده چې قرغز چارواکوریفرینډم په شفافه ډول کړې.
په اروپا کې د همکارۍ او امنیت ادارې، ارگنائزیشن فار سیکیورټې اینډ کواپریشن ان یورپ، چې د قرغزستان د ریفرینډم څارنه يي کوله، ویلې د رائې اچونې عمل په ښه ډول سرته رسول شوی دی.
د ادارې ترجمان، ینس ایشن بیکر، ویلې د قرغزستان په موجوده حالاتو کې د ریفرنیډم انتظام په بهترین انداز کې شوې دی او که څه خامۍ په دې عمل کې وې نو هاغه دې د سږ کال په اخره کې کیدونکو عامو انتخباتو وړاندې لرې کړی شي.
په ریفرینډم کې د خامیو په حقله اروپائ تنظیم وائې داسې بندوبست نه ؤ شوی چې یوتن بیا بیا د ووټ اچولو نه ودروې.
بل خوا، د روس صدر دمترې مدودیو ویلې فکر نه کوې چې قرغزستان کې به پارلیماني طرز حکومت کامیاب وې.
هغه وائې د کمزورې حکومت په وجه به سیمه کې تندروې وده ومومې.
قرغزستان کې روس او امریکا دواړه هیوادونه پوځې اډې لرې. روس ددې نه وړاندې هم قرغزستان کې د امینت په نشې والې اندیښمنې څرگنده کړې او ویلې ددې په وجه د نشۍ توکو سمگلران د حالاتو ته گټه پورته کوې.

XS
SM
MD
LG