لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دلاهور پيښو کې دوژل شوؤ شميره 93 ته رسيدلې ده


د جمعې په ورځ دپاکستان د پنجاب صوبې په سرښار لاهور کې دقاديانيانو په دوؤ عبادت خانو ترسره شوؤ ترهه گريزو بريدونو کې دوژل شوؤ کسانو شميره 93 ته رسيدلې ده او يو شمير وژل شوي کسان خاورو ته سپارل شوي دي.

داحمدي فرقې يو وياند سليم الدين وائس اف امريکا ته وئيلي دي دخالي په ورځ دوژل شوؤ کسانو دجملې څخه 29 په چناب نگر کې ښخ کړل شوي او دنورو دخښولو تيارۍ سرته رسيدلي دي.

په دغو ترهه گريزو بريدونو کې چې د100ؤ څخه کوم زيات کسان ژوبل شوي وؤ په هغوي کې هم دزياترو حالت مرگونى ښودل کيږي.
پوليس وائي دغو ترهه گريزو بريدونو کې دککړتيا په تور دنيول شوؤ کسانو څخه پلټنې روانې دي.
دجمعې په ورځ دماسپښين دنمانځه څخه وروستو دلاهور په ماډل ټاؤن او گړي شاهو کې يو شمير وسله والو داحمديانو په دوؤ عبادت خانو دلاسي بمونو او وسلو بريد کړى ؤچې پکې په هاغه مهال د80ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG