لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: دقاديانيانو په عبادت خانو بريدونوکې د وژل شوو شمېره 80ؤ ته رسېدلې


لاهور: دقاديانيانو په عبادت خانو بريدونوکې د وژل شوو شمېره 80ؤ ته رسېدلې
لاهور: دقاديانيانو په عبادت خانو بريدونوکې د وژل شوو شمېره 80ؤ ته رسېدلې

د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې د جمعې په ورځ په ماډل ټاؤن او گړهي شاهو سيمو کې داحمديانو په عبادت خانو وسله وال بريدونه شوي او دغلته دډزو او بمي چاؤدنو کې د وژل شوو شمېره 80ؤ ته رسېدلې ده.

د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې د جمعې په ورځ په ماډل ټاؤن او گړهي شاهو سيمو کې داحمديانو په عبادت خانو وسله وال بريدونه شوي او دغلته دډزو او بمي چاؤدنو کې د وژل شوو شمېره 80ؤ ته رسېدلې ده.
سرچينې وائي دجمعې په ورځ دلاهور په ماډل ټاؤن او گړي شاهو سيمو کې دجمعې دنمانځه څخه وروستو وسله والو ترهه گرو داقليتي احمدي فرقې په دوؤ جوماتونو بريدونه وکړل او دغلته يې دبمي چاؤدنو ترڅنگ په خلکو ناتاره ډزې وکړې.
عيني شاهدان وائي ماډل ټاؤن کې داحمديانو په جومات دوؤ کسانو بريد کړى او گړي شاهو کې گڼ بريدکوونکي جومات ته ننوتلي دي.
ددغو بريدکوونکو په ضد پوليسو او دترهگرۍ دمخنيوي ځانگړو ځواکونو عمليات پيل کړي او ددواړو خواؤ ترمينځ سخته نښته روانه ده.
دسرچينو له مخې په ماډل ټاؤن کې داحمديانو عبادت خانه دتندلارو څخه پاکه کړل شوې او په گړهي شاهو کې اوس هم دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته روانه ده.
پوليس وائي په گړهي شاهو کې داحمديانو دعبادت خانې دننه دشپږو څخه اتوؤ پورې ترهه گر موجود دي او هغوي دغلته پينځه چاؤدنې هم کړي دي.
پوليس چارواکو دماډل ټاؤن اؤ دگړي شاهو بریدونو کې د 80ؤ کسانو د وژل کیدو پخلې کړیدی.
په وژل شوؤ کې درې پوليس عسکر هم شامل دي.
ددې ترڅنگ په دغو پيښو کې خواؤشا 80 کسان ژوبل شوي هم دي چې يو پکې دپوليسو ايس پي حيدراشرف او پنځه نور پوليس عسکر هم شامل دي.
دپنجاب دپوليسو مشر طارق سليم ډوگر له مخې په دغو دواړو سيمو کې پوليس او نورې قانون پځايې کوونکې ادارې دبريدکوونکو په ضد عملياتو کې بوختې دي.
هغه خبريالانو ته وويل دماډل ټاؤن په جومات کې يو بريدکوونکى وژل شوى، يو ژوبل شوى او يو بل ژوندى نيول شوى دى.
دپوليسو مشر طارق سليم ډوگر وينا ده دگړهي شاهو جومات څخه هم ژوبل کسان ويستل کيږي.
په لاهور کې دتيرو څو ورځو راهسې دترهه گرۍ دپيښو بهير زيات چټک شوى او اوړمه ورځ هم دغلته په بيلا بيلو پيښو کې 10 کسان وژل شوي وؤ.
دپاکستان صدر اصف علي زرداري او وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دخفگان پخپلو بيلا بيلو پيغامونو کې دلاهور په نننيو پيښو دافسوس څرگندونه کړې او وئيلي يې دي ترهه گر غواړي په دغسې ناوړه حرکتونو هيواد دبې ثباتۍ او بدامنۍ سره مخ کړي.
دصدر او وزيراعظم په پيغامونو کې هوډ څرگند کړل شوى دى چې حکومت به ورانکارو ته کله هم دبې گناه خلکو دوينو توئيولو اجازه ورنۀ کړي او دهغوي مخه به په سختۍ سره نيسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG