په هوا کې د خیچن والي په لحاظ د پاکستان د لاهور ښار هوا په دنیا کې په دویمه درجه زیاته ککړه هوا موندل شوې ده.
د اېیر کوالټي انډېکس، ای کیو ايي، یا د هوا د مېعار په پېمانه د نهې، سه شنبې، په سحر د لاهور ښار د هوا د مېعار کچه ۳۴۵ وه.
د هوا د پاکولو سوېس کمپني ايي کیو اېیر د هوا د مېعار پېمانه ای کیو ايي چلوي او په ژوندې بڼه د دنیا په مختلفو ښارونو کې د هوا د ککړتیا کچه ښيي او شمېرې يې وخت په وخت بدلېږي.
د ايي کیو اېیر په پیمانه که د هوا ای کیو ايي شمېره ۱۵۱ وي نو دا غېر صحت منده هوا وي او د ۳۰۱ نه پورته شمېره د ساه اخیستلو دپاره مضره هوا وي.
د ايي کیو اېیر په فهرست په کال ۲۰۲۲ کې د لاهور فضا د دنیا تر ټولو زیاته خیچنه وه.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د ای کېو ايي د هندوستان سرښار نوی دلی د لاهور نه پورته او په نړیواله کچه په وړمبۍ درجه و.
د افغانستان سرښار کابل په ۴۰ شمېره و.
د اېیر کوالټي لایف اېنډېکس نومې فهرست چې د امریکې یونیورسټي او شیکاګو تیار کړی ۹۸ اشاریه درې فیصد پاکستانیان په داسې هوا کې ساه اخلي چې مېعار يې د هېواد د خپل مقرر کړی شوي کچې نه هم لاندې دی.
د یونیورسټي اف شېکاګو د اېيرکوالټي لایف انډېکس ترمخه په خیچنه هوا کې ساه د اخیستلو له امله د پاکستانیانو عمرونه درې اشاریه نهه کلونه کمېږي. په لاهور او په نور پنجاب کې د خلکو عمرونه د درې اشاریه اووه نه تر څلور اشاریه شپږ کاله کمېږي.
Forum