لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: په روغتون بريد کې ددريوؤ پوليسو په گډون پنځه کسان وژل شوي دي


د صوبائي چارواکو له مخې په دغه بريد کې برخه اخستونکي څلور واړه ترهگر دجمعې په ورځ په لاهور کې داحمديانو په عبادت خانو ترسره شوؤ بريدونو کې دککړو ترهه گرو ملگري وؤ.

چارواکي زیاتوي چې دغو ترهگرو دپوليسو وردۍ اغوستې وې چې دلاهور په جناح هسپتال يې دخودکاره وسلو په مدد سره بريد کړى ؤ.
دپنجاب دپوليسو مشر له مخې دترهگرو لخوا ددغه بريد مقصد په جناح هسپتال کې دعلاج لاندې دمعاذ په نوم ژوبل خپل ملگرى دځان سره تښتول يا وژل ؤ.
ميډيا سره دخبرو په مهال دپنجاب ائي جي وويل دزخمي ترهگر په حفاظت مامورو پوليسو دبريدکوونکو کوټلې مقابله وکړه او يو ترهگر يې ژوبل کړى هم دى.
خو هغه وويل ترهگر ددغه ځايې څخه په تيښته کې بريالي شوي او اوس يې پوليس لټه روانه کړې ده.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دپوليسو مشر وويل په دغه پيښه کې ددريوؤ پوليس عسکرو په گډون پنځه کسان وژل شوي او درې پوليس ژوبل شوي دي.
په ډاگه دې وي چې دجمعې په ورځ هم دپنجاب ايالت سرښار لاهور په دوؤ سيمو گړهي شاهو او ماډل ټاؤن کې يو شمير وسله والو ترهه گرو داحمديانو په عبادت خانو بريدونه کړي وؤ چې پکې خواؤشا 90 کسان وژل شوي وؤ او د100ؤ څخه زيات ژوبل شوي هم وؤ.
په دغه پيښه کې دوه ترهگر وژل شوي او دوه نور نيول شوي وؤ.
دنيول شوؤ ترهگرو کې يو عبدالله عرف محمد نومې ترهگر نه دشوؤ پلټنو په نتيجو کې پوليسو يو شمير شکمن کسان نيولي دي او دوهم ترهگر معاذ دسخت ژوبل کيدو له امله په جناح هسپتال کې دعلاج لاندې دى اؤ پوليس وائي هم ددغه تن دخوشې کولو يا وژولو لپاره دغه بريد کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG