لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور : ځانمرگي بريدونو کې دوژل شوؤ شميره 37ؤ ته رسيدلې ده


د پاکستان دپنجاب ايالت سرښار لاهور کې د شورو په شپه دشيعه ورورولۍ په مذهبي جلوس ترسره شوؤ دريوؤ ځانمرگي بريدونو کې دوژل شوؤ کسانو شميره 37ؤ ته رسيدلې او200 ژوبل کسان دلاهور په بيلا بيلو روغتونونو کې تر علاج لاندې دي.
په دغو بريدونو کې دوژل شوؤ کسانو دجنازې نمونځ دزيارت په سحر په ناصرباغ کې ادا کړل شوى او په دغه مهال سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ.
دلاهور تاجرانو ددغه پيښې څخه وروستو احتجاجاً دخپلو مارکيټونو بندولو پريکړه کړې ده.
دلاهور يو انتظامي مشر سجاد بهټه وينا ده دکومې بلې دغه رقم ناوړه پيښې مخنيوي لپاره په ښار کې سخت امنيتي انتظامات شوي دي.
ددغو ځانمرگي بريدونو څخه وروستو په لاهور کې په مظاهرو دقابو موندلو لپاره حکومت درينجرز ځواکونه هم راغوښتي دي.
تيرماښام دروژه ماتي په مهال دريوؤ ځانمرگي بريدکوونکو د لاهور دکربلا گامى شاه سره نزدې دشيعه مسلمانانو هاغه جلوس په نخښه کړى ؤ چې پکې په زرگونو کسان برخه اخستې وه.
دچارشنبې په ماښام ترسره شوؤ دغو ځانمرگي بريدونو څخه وروستو په جلوس کې شامل کسان وپاريدل او دپوليسو يوې نزدې تاڼې او گاډو ته يې اور واچولو.
په پاکستان کې دخونړي سيلاب راتللو څخه راپديخوا دغه ترسره شوى تر ټولو ستر بريد ؤ چې پکې په دومره لويه پيمانه مرگ ژوبله اوښتې ده.
ددغو بريدونو مسؤليت دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستى دى.
دپاکستان دننه او بهر دپاکستاني طالبانو دمخ په زياتيدونکو فعاليتونو په نظر کې نيولو امريکا پاکستاني طالبان خپل دبهرنيو ترهه ګرو تنظيمونو پخپل لسټ کې راوستي او دپاکستاني طالبانو ددوؤ مشرانو حکيم الله محسود او ولي الرحمان په سرونو يې د5ؤ ملينو ډالرو دانعام ورکولو اعلان کړى دى.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG