د پاکستان پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې په يو وداني باندې د اُور لگېدو په پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي ، او دوه نور ژوبل شوی دي .
چارواکو وئيلي د گل په ماښام د لاهور په انارکلۍ بازار کې په څلور منزله وداني کې اُور د بجلۍ د شاټ سرکټ له وجې لگېدلی دی .
د لاهور ډي سي او محمدعثمان پېښه کې د ۱۲ کسانو د وژنې پخلی کړی دی ، او وئيلي يي دي زيات کسان په وداني کې د لُوگي او ساه بندېدو له کبله وژل شوي دي .
راپورونه وايي اُور دوه نيم ساعته وروستو قابو کړی شوی دی .
ډي سي او وئيلي وداني باندې لگېدلی اُور مړ کړی شوې ، او امدادي کارونه سرته رسؤل شوي او څوک هم په وداني کې نه دي پاتي .
د لاهور د ميو روغتون چارواکو وئيلي روغتون ته ۱۲ مړي راوړل شوي چې يوه پکې زنانه هم ده .
د پنجاب صوبې وزيراعلي شهبازشريف د پېښې نوټس اخيستی ، او د ضلعي حکومت نه په ۲۴ ساعته کې د پېښې رپورټ طلب کړی دی .