لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور : د ريمنډ ډيوس په ضد عدالتي اوريدنه ځنډول شوې


د لاهور ايډيشنل ډسټرکټ اينډ سيشنزجج يوسف اوجهلا د دوؤ پاکستانيانو دوژنې په تور کې دنيول شوي امريکائي قونصلگرۍ کارمند ريمنډ ډيوس په ضد عدالتي کارروائي دمارچ تر دريمې نيټې پورې ځنډولې ده.
دامريکائي حکومت دريځ دى چې ريمنډ ډيوس دواړه کسان پخپله دفاع کې وژلي وؤاو هغه ته سفارتي استثنا ترلاسه ده.
په واشنگټن کې دامريکې خارجه محکمه ددغه سفارت کار د سم لاسي خوشې کولو غوښتنه کوي.
دريمنډ ډيوس په وينا دهغه په ډزو وژل شوؤ دواړو کسانو هغه لوټل غوښتل.
په 27مه جنورۍ لاهور کې رامينځته شوې ددغه پيښې څخه وروستو په پاکستان کې په اولسي کچ دامريکا مخالف جذبات سيوا شوي دي.
دامريکائي ميډيا مطابق امريکائي چارواکو دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي دنيول کيدو په مهال ريمنډ ډيوس دامريکې خفيه ادارې سنټرل انټلي جنس ايجنسۍ( سي ائي اى) لپاره کار کولو.
پاکستاني استخباراتي چارواکو يوه ورځ وړاندې وئيلي ؤدامريکائي چارواکي دنيول کيدو سره به ددواړو هيوادونو دخفيه ادارو په خپل مينځي اړيکو منفي اغيزې کيږي.
خو يو لوړپوړي پاکستاني استخباراتي چارواکي وائس اف امريکا ته وويل دپاکستان خفيه اداره انټر سروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) دامريکې خفيه ادارې سي ائي اى سره اړيکې نۀ کټ کوي.
د پاکستان استخباراتي په هيواد کې دډيوس پشان دنورو سلگونو سي ائي اى دکارمندانو په ممکنه موجوديت دانديښنې څرگندونه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG