لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور هائيکورټ د مرگ سزاوار څلور ملزمان بري کړي دي


د دفاع وکيل بابر عدالت ته وئيلي چې د موؤکلينو په ضد يي عدالت ته کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی شوي
د دفاع وکيل بابر عدالت ته وئيلي چې د موؤکلينو په ضد يي عدالت ته کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی شوي

د پاکستان پنجاب صوبې لاهورهائيکورټ د راولپنډۍ بنچ څلورو ملزمانو ته چې د ترهگرۍ د مخنيوي يو عدالت پېنډۍ کې په امام باړه باندې د بريد په تور کې د مرگ سزا اورولې وه ، دغه سزا کالعدم گرځولې ده او د ملزمانو د خوشي کولو امر يي کړی دی .

دغه ملزمان چې فضل محمود ، طاهر محمود ، حافظ نصير او حبيب الله نوميږي ، دويي ته په کال ۲۰۰۲م کې راولپنډۍ کې په امام باړه شاه نجف باندې ځانمرگي بريد کې (چې پکې ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل شوي وو ) د ککړتيا په تور کې د پينډې د ترهگرۍ د مخنيوي عدالت په کال ۲۰۰۴م کې د مرگ سزا اورولې وه ، او دويي د سزا په ضد اپيل کړی ؤ.

د لاهور هائيکورټ د پېنډۍ بنچ جسټس عبادالرحمان او جسټس قاضي محمدامين نن د گل په ورځ دغه فېصله اورولې ده ، او فېصله کې وئيل شوي دي ، چې د ترهگرۍ د مخنيوي عدالت لخوا اورول شوې د مرگ سزا دغه فېصله د انصاف د تقاضو پوره کولو بغېر شوې ده ، ځکه دغه ملزمان دې په باعزته توگه خوشي کړی شي .

د دفاع وکيل بابر عدالت ته وئيلي چې د موؤکلينو په ضد يي عدالت ته کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی شوي ، چې دويي په امام باړه باندې ځانمرگي بريد کوؤنکي ته اسانتياوې برابر کړې وې .

ولې د استغاثې وکيل وئيلي دغه څلور واړه ملزمان د خودکش حمله کوؤنکي سهولت کار وو ، او زياته کړې يي ده په دغې اړه يي ټول شواهد د ترهگرې ځانگړي عدالت ته وړاندې کړي وو .

پېښور کې په سکول باندې د خونړي بريد وروستو وزيراعظم نوازشريف د تېزندۍ د سزا عملي کولو منظوري ورکړې وه ، چې پکې پنجاب صوبه کې څو کسانو ته تېزندي ورکړی شوې ده . او د دغه ډول نورو کېسونو اورېدنې تېزې کړی شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG