لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لاهور او کراچۍ کې بمی حملو 16 کسان وژلي دي


لاهور او کراچۍ کې بمی حملو 16 کسان وژلي دي

د پاکستان د پنجاب ايالت سرښار لاهور او دسندهـ ايالت پايه تخت کراچۍ کې ترسره شوؤ دوؤ ځانمرگي بريدونو کې لږ ترلږه 16 کسان وژل شوي او خواؤشا 70 نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وائي لمړۍ چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې يو کم عمره ځانمرگي پخپل ځان پسې تړلي چاؤديدونکي مواد دپنجاب سرښار لاهور کې دشيعه مسلمانانو ديو جلوس پوليس چيک پوسټ سره نزدې وچول چې پکې 13 کسان ووژل شول او 50 نور ژوبل شول.
دلاهور ضلعي رابطه افسر احد خان چيمه وائس اف امريکا ته وويل په ماتمي جلوس کې دگډون کوونکو دلټولو لپاره دا چيک پوسټ جوړ کړل شوى ؤ.
تير کال دجولا ئي په مياشت کې په داتا دربار پرله پسې دوه ځانمرگي بريدونو کې دڅلويښتو څخه زيات کسان وژل شوي وؤ اؤ ددوؤ سوؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.
دلاهور دپوليسو مشر اسلم ترين خبريالانو ته په دغه حقله وئيلي دي يو 13 کلن هلک په لاهور کې ديو جلوس سره نزدې په ځان پسې تړلي بارود هاغه وخت والوځول کله چې پوليسو دهغه دلټولو هڅه وکړه.
دچارواکو په وينا په دغه ځانمرگي بريد کې ، دپوليسو، ښځو او ماشومانو په شمول 13 کسان وژل شوي او 52 نور ژوبل شوي دي.
ددغه بريد له امله نزدې ولاړو گاډو ته هم سخت زيان رسيدلى چې پکې دوه دپوليس گاډي هم شامل دي.
اخوا هم نن دنهې په ماښام دسندهـ ايالت سرښار کراچۍ په ملير هالټ سيمه کې هم هاغه مهال يوه درنه چاؤدنه شوې کله چې دشيعه مسلمانانو په يو جلوس کې په موټر سائيکل سور ځانمرگي پخپل ځان پسې تړلي بارود وچول.
په دغه پيښه کې لږ ترلږه درې کسان وژل شوي دي.
خو دکراچۍ دپوليسو مشر فياض لغاري وائي چې بم په يو موټر سائيکل نصب ؤ چې دچاؤديدو له امله يې نزدې ولاړ دپوليسو گاډى تباه شو.
دسندهـ دصحت صوبائي وزير ډاکټر صغير احمد په وينا دوه تنه دپوليسو په گاډي کې دننه وژل شوي چې دواړه پوليس عسکر وؤ.
دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې امنيتي ځواکونه ورسيدل اؤ ټوله سيمه يې پخپله ولکه کې واخسته.
په کراچۍ کې ددغه پيښې څخه وروستو دپاريدلو خلکو لخوا داړي گړي کولو راپورونه هم ترلاسه شوي دي.
دپيښې څخه وروستو دکراچۍ په گڼو سيمو کې کاروباري مرکزونه تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG