د نړۍ په هر ځای کې د ژوبڼونو یا چړیا گهرو کوښښ وي چې خپل ځناور صحت مند وساتي خو د پاکستان د لاهور ښار په ژوبڼ کې د زمریو جوړه ناروغه ده او د اسانتیاو او د طبې عملي د کمي له امله ممکنه ده چې په طبي طریقه ووژل شي.
د وي او ای انگریزۍ څانگې د یو رپورټ ترمخه د لاهور په چړیاگهر یا ژوبڼ کې د خرابو حالاتو له امله په تېرو څو کلونو کې یو هاتي یا فيل، زرافه، اوسۍ، یو زمری او یو زمری د ناروغو دلاسه مړه شوې دي.
دا وخت د لاهور ژوبڼ عمله د زمریو د یوې داسې جوړې، د نر او مادې، پالنه کوي چې د غیرمعمولې ناروغۍ ښکار شوې.
مدیحه اشرف د لاهور سفاري زوو نومې ژوبڼ ډاکټره ده وايي دغه زمري د پټو او د اعصابو موروثي مرض نیولي دي. دغه ناروغي ځناور په بدني معزوتیا اخته کوي.
د ژوبڼ عملې د زمریو د ژوغورنې دپاره ډیر کوښښونه کړې دي چې پکې د خارجي ماهرینو نه هم رای اخیستل شوې ده خو شیران ښه کېږي نه.
که څه هم د لاهور په دې ژوبڼ کې وړاندې هم ځناوران مړه شوې دي خو د شیرانو دې ناروغۍ د ژوبڼ عمله د نوي مشکل سره مخامخ کړې ده.
بابر عمران د ژوبڼ مشر دی وايي د ژوبڼ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې دوی دغه زمري په طبي طریقه په مړه کولو متفق شوي چې دا رنگه زمري د تکلیف نه خلاص شي. د طب په اصطلاح کې دغه عمل ته یوتنیایز ویل کیږي یعنې د دوا دلارې د ژوندي ځناور ساه اخیستل.
د ځنگلي ځناورو د تحفظ نړیوالې ادارې ورلډ وایډ فنډ ډاکټر عظما خان وايي په پاکستان کې د ځنگلي ځناورو د تحفظ روایت نشته او زیاتره توجه د څارو خسمانې ته ورکړی کیږي.
هغه وايي په پاکستان کې ژوبڼونه خلکو ته منفي عکس وړاندې کوي. عظما خان وویل د ژوبڼو مقصد د ځنگلي ځناورو په اړه خلکو ته تعلیم اوپوهه ورکول او د ځناورو تحفظ وي خو که ځناور په ناوړه حالاتو کې ساتل شوي وي نو کتونکې ترې څه ښه تاثر نه اخلي.