لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت : دتندلارو بريد کې درې پوليس عسکر وژل شوي


نامعلومو وسله والو دشهباز خيل تاڼې دپوليسو په ګاډي په لاسي بمونو سره بريد وکړو، وسله والو په پوليسو ډزې هم وکړې چې له امله يې دډرائيور پشمول درې عسکر ووژل شول
نامعلومو وسله والو دشهباز خيل تاڼې دپوليسو په ګاډي په لاسي بمونو سره بريد وکړو، وسله والو په پوليسو ډزې هم وکړې چې له امله يې دډرائيور پشمول درې عسکر ووژل شول

پوليس چارواکي وائي د خيبرپښتونخوا په لکي مروت سيمه کې يو شمير وسله والو دپوليسو په ګاډي بريد کړي چې له امله لږ ترلږه درې عسکر وژل شوي.
دلکي مروت دډي پي او ګلزارعلي ترمخه دبلند خيل موړ سره نزدې نامعلومو وسله والو دشهباز خيل تاڼې دپوليسو په ګاډي په لاسي بمونو سره بريد وکړو، وسله والو په پوليسو ډزې هم وکړې چې له امله يې دډرائيور پشمول درې عسکر ووژل شول او يو ژوبل شو.
مقامي پوليس وائي تندلاري دسړک دواړو خواؤ ته پټ شوي وؤ او دبريد وروسته په تيښته کې بريالي شوي.
په دغه بريد کې وژل شوي عسکر دجان محمد، منور خان او ډرائيور زاهد په نومونو سره پيژندل شوي او دژوبل عسکر نوم اسلام الدين ښودل شوى.
دپاکستاني طالبانو دتحريک يو وياند شاه حسن خيل ددغه پيښې ذمه واري په غاړه اخستې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG