د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې د پوليسو يو اهلکار د نامعلومو وسله والو په ډزو کې وژل شوی او په ټانک ضلعه کې د یو تن مړی موندل شوی دی.
بل لور ته په ټانک کې ځايي خلکو ويلي، د يو بېنک د ګاډي سوځولو له امله په سيمه کې خلک د تنخاګانو ترلاسه کولو د ستونزو سره مخ دي.
د لکي مروت ضلعې د پوليسو وياند شاهد حميد وي او اې ډيوه ته ويلي، نن سهار د ټرېفک پوليس اهلکار د خپل کلي زنګي خېل نه لکي سټي يا ښار ته په لار وو، نامعلومو وسله والو پرې ډزې کړي او وژل شوی دی.
هغه ويلي، د پښې وروسته د لټون عمليات او پلټنې پيل کړل شوي دي.
د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.
بله پېښه د ټانک ضلعې په بېټني سرکل کې شوې، پوليس وايي د يو تن مړی ترلاسه شوی دی.
پوليسو ويلي، د ځايي تن مړی په شادي خېل کلي کې ترلاسه شوی دی خو کورنۍ يې په چا دعوه نه ده کړې، او ويلي يې دي د چا سره يې کومه دښمني هم نشته.
په ياده علاقه کې تېره مياشت د يو پوليس او يو اېف سي اهلکار چې تښتول شوي وو، مړي يې ترلاسه شوي وو.
درې ورځې وړاندې په ټانک کې د ملګرو ملتونو په ګاډي د ډزو خبر ورکړل شوی خو کوم تاوان پکې نه وو اوښتی.
د ټانک ځايي خلکو ويلي، د پرون راهسې د تنخاګانو د نه مېلاوېدو د مشکل سره مخ دي.
دوه ورځې وړاندې ټانک ته د بېنکونو پېسې وړونکی ګاډی په ډېره اسماعيل خان کې تښتول شوی او دغه ګاډی بيا په يو پټي کې په سوځېدلي حالت کې ترلاسه شوی وو.
د ځايي خلکو په وينا ټانک کې بېنکونو ته پيسې نه وړل کيږي ځکه دوی په تنخاګانو ترلاسه کولو کې د ستونزو سره مخ دي.
پاکستان کې د څيړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټيسټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) په خپل تازه رپورټ کې ويلي، پاکستان کې د جولايۍ په میاشت کې د ترهګرۍ 79 پېښې شوي، 81 کسان پکې وژل شوي او 71 ژوبل شوي، بریدونه 14 فيصده او ځاني تاوان 80 فيصده سېوا شوی دی.
د پيکس په رپورټ کې ویل شوي، په دغو وسله والو بريدونو کې زيات د خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې شوي دي. پنجاب کې يو بريد نه دی شوی.
د پيکس د شمېرو ترمخه، "د خېبرپښتونخوا په بندوبستي علاقو کې 36 حملې شوي، 60 کسان پکې وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي، او قبايلي ضلعو کې 26 حملې شوي، 30 کسان پکې وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي".
Forum