لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داتا دربار بریدونو کې د وژل شوؤ کسانو شميره 42ؤ ته رسيدلې


د پاکستان دپنجاب ايالت پايتخت لاهور کې د داتا گنج بخش ددربار دننه دزيارت او جمعې په مينځ شپه ترسره شوؤ دوؤ ځانمرگي بريدونو کې دوژل شوؤ کسانو شميره 42ؤ ته رسيدلې ده.

د پاکستاني طالبانو غورځنگ تحریک طالبان پاکستان ددغو بريدونو دمسؤليت په غاړه اخستو څخه انکار کړى دى.
خو پاکستاني چارواکي په پنجاب کې رامينځته کيدونکې اوسنۍ داړي گړي پيښې دپنجابي طالبانو عمل بولي.
چارواکي وائي بيگاه په روغتونونو کې نورو زخميانو هم ساه ورکړې او امدادي غړو دپيښې په ځايې کې دنورو کسانو مړي هم موندلي چې ورسره دمړو په شمير کې زياتوالى راغلى دى.
په ژوبل شوؤ 170ؤ زخميانو کې هم دزياترو حالت مرگونى ښودل کيږي.
دجمعې په سحر دامنيتي کيمرو له لارې جوړ شوى فلم هم پاکستاني ټيلي ويژنونو ښودلى چې پکې يو شکمن تن دداتا دربار ته دننوتلو په حالت کې ښودل شوى او کله چې امنيتي ساتونکى ددغه شکمن تن دنيولو لپاره په هغه پسې منډا ووهي نو دغه تن په ځان پسې تړلو چاؤديدونکو موادو ته انفجار ورکړي چې له امله يې په گڼ شمير کې خلک مړۀ او ژوبل او خوارۀ وارۀ پريوځي.
په دغو ځانمرگي بريدونو کې دوژل شوؤ ځينو کسانو دجنازې نمونځ دجمعې په سحر ادا کړل شوى دى.
نن دجمعې په ورځ دلاهور په زياترو سيمو کې تجارتي بازارونه او مرکزونه بند دي او ددغو بريدونو په ضد يو شمير خلکو دداتا دربار مخې ته مظاهره هم کړې ده.
دامنيتي سرچينو له مخې دداتار دبار څخه دترلاسه شوؤ دواړو ځانمرگي بريد کوونکو عمرونه د17ؤ څخه نيولې تر 22ؤ کلونو پورې وؤ او دبمونو دناکاره کولو پوليسو وينا ده ترهه گرو په دغو بريدونو کې تر 20ؤ کلو گرامو پورې چاؤديدونکي مواد کارولي وؤ.
دبريد څخه وروستو دلاهور کمشنر خسرو پرويز ميډيا سره په خبرو کې وئيلي پوليسو ته ددوؤ ځانمرگي کسانو سرونه او دبدن غړي ترلاسه شوي چې ورسره به په پلټنو کې مرسته وشي.
دبريدونو وروستو دلاهور په گډون په ټول پاکستان کې سخت امنيتي گامونه اخستل شوي دي.
دپاکستاني طالبانو وياند اعظم طارق بهرني خبري اژانس سره دجمعې په ورځ په خبرو کې ددغو چاؤدنو دمسؤليت قبلولو څخه انکار کړى دى.
خو په اوسنيو مياشتو کې په لاهور کې ترسره شوؤ ترهه گريزو بريدونو کې شکمن پنجابي طالبان ککړ بللى شي او هم په دغه هکله دپنجاب حکومت ددغو تندلارو په ضد دصوبې په جنوبي ضلعو کې دهغوي دشکمنو ځالو په ضد دگامونو اخستو لپاره دفشار سره مخ دى.
دپنجاب دقانون وزير وائي په صوبه کې دسوات يا وزيرستان په څير پوځي عمليات ممکن نۀ دي خو کله چې هم حکومت ته په کومه سيمه کې دتندلارو دموجوديت خبر ترلاسه کيږي په ضد يې گامونه اخلي.
دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف دجمعې په ورځ ددغو ځانمرگي بريدونو غندنه کړې او وئيلي يې دي چې دلاهور په بريدونو کې ککړ کسان به دقانون دمنگولو څخه بچ نۀ پاتې کيږي.
وزيراعلي په گنگارام هسپتال کې دلاهور په بريدونو کې دژوبل شوؤ کسانو پوښتنه وکړه، دهغوي لپاره يې د5،5ؤ لکو روپو دمرستې اعلان وکړو.
ميډيا سره په خبرو کې شهباز شريف وويل دلاهور دبريدونو په هکله رپورټ ته دغوڅ شکل ورکولو لپاره يې دامنيتي چارواکو يوه غونډه راغوښتې ده.
دهغه وينا وه دترهه گرو لټونه زمونږ دامنيتي ايجنسيو لمړۍ ترجيح ده.
بايد وويل شي په صوبائي دارالحکومت لاهور کې په 28مه مئ داقليتي فرقې احمديانو په عبادت خانو په منظم انداز کې ترسره شوي بريد کې خواؤشا 82 کسان وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG