لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملاکنډ او کوټه کې وکیلانو د سوات پر مظاهرینو د مقدمې په ضد احتجاج کړی


د سوات، ملاکنډ ډیویژن په ټولو ضلعو او د بلوچستان په مرکز کوټه کې وکیلانو د حکومت د دې اقدام په ضد احتجاج کړی او عدالتونو ته له ورتګه یې بایکاټ کړی، چې پولیسو په خوازه خېله کې د چیک پوسټونو په ضد را وتلو احتجاج کوونکو باندې مقدمې درج کړې دي.

د سوات د قانونپوهانو یو مشر سید کریم شلمانی وایي، پر چیک پوسټونو د پښتنو د کلتور خلاف د خلکو حتی د ښځو تالاشۍ هم اخیستل کېږي، خو وایي خلکو چې د دې په ضد احتجاج وکړ، نو د هغوی په ضد د ترهګرۍ او بغاوت مقدمې درج شوې، چې هیڅ ثبوت او جواز نه لري.

د خیبرپښتونخوا د وکیلانو ټولنې د سوات په شمول د ملاکنډ ډیویژن په ټولو ضلعو شانګله، بونیر، ملاکنډ، کوز دیر، بر دیر او چترال کې وکیلانو د شورو-چارشنبې په ورځ په بشپړه توګه احتجاج وکړ او عدالتونو ته وړاندې نه شول، چې له کبله یې په عدالتونو کې د مقدمو اورېدنې ونه شوې.

په سوات کې د پوځي چیک پوسټونو خلاف د احتجاج د شپږو مشرانو او ٣٥ نورو کسانو خلاف د خوازه خېلې پولیس تاڼې د ترهګرۍ او غدارۍ مقدمې درج کړې دي، خو هغوی تر اوسه نیول شوي نه دي. د احتجاج د شپږو مشرانو د دفاع وکیل سید کریم شلماني وي.او.اې ډیوه ته وویل د پوځي چېک پوسټونو خلاف د احتجاج په لړ کې چې پولیسو د ٣٥ نورو بې نومه کسانو خلاف هم مقدمې درج کړې دي.

وکیلانو غوښتنه کوله چې پر احتجاج کوونکو شوې ټولې مقدمې دي ژر تر ژره بیرته ختمې شي. د سوات یو بل وکیل عبدالله جان وایي، د پاکستان آیین خلکو ته د وینا د ازادۍ حق ورکړی دی، خو که د هغو خلکو په ضد مقدمې درج کېږي چې د خپل حق لپاره یې غږ پورته کړی، نو دا د پاکستان د آیین خلاف کار دی:

"په خوازه خېله کې چې له خلکو سره پر پوځي چیک پوسټونو کوم ناوړه چلند کېږي، خلک د هغه په ضد را پورته شوي وو او پرامنه احتجاج یې کاوه، ریاست چې د هغوی خلاف مقدمې درج کړې دي، دا سراسر ظلم دی"

د سوات د خوازه خېلې پر احتجاج کوونکو د پولیسو د مقدمو په ضد احتجاج بلوچستان ته هم غزېدلی او هلته هم وکیلانو د ټولې صوبې عدالتونو ته له ورتګه بشپړ بایکاټ اعلان کړی وو او د مقدمو اورېدنو ته ور حاضر نه شول.

د بلوچستان د وکیلانو د ټولنې مشر جمیل بابي وي.او.اې ډیوه ته وویل، په سوات کې د مدني ټولنې له خوا د پوځي چیک پوسټونو په ضد د احتجاج بشپړ ملاتړ کوي، وایي حکومت پر ځای د دې چې د دوی غوښتنې یې منلې وای، د دوی په ضد یې د ترهګرۍ مقدمې درج کړې دي:

"د پښتونخوا حکومت او پولیسو د احتجاج کوونکو په ضد درواغجنې مقدمې درج کړې دي، ځکه نو موږ د سوات له وکیلانو سره د ملاتړ په توګه په بلوچستان کې هم احتجاج کړی دی"

په کوټه کې د مدني ټولنې فعالانو هم د سوات د احتجاج کوونکو په ملاتړ خبري غونډه کړې او د هغوی په ضد د پولیسو مقدمې یې غندلې دي. دوی پر دې اندېښنه څرګنده کړې، چې څنګه په یوه جمهوري هېواد کې د هغو خلکو په ضد د ترهګرۍ ضد مقدمې درج کېږي، چې د خپلو حقونو لپاره سوله ییز احتجاج کوي.

XS
SM
MD
LG