لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په لبنان کې د حزب الله ډلې نقاد په ډزو ووژل شو


د لقمان سلیم یوې خور راشا په ظاهره د چا نوم د اخیستلو بغیر وویل دوی یوازې په یوه ژبه کې په روانۍ خبرې کولی شي او دغه ژبه وژنه ده

په لبنان کې د ایران پلوه حزب الله ډلې نقاد لقمان سلیم په ډزو وژل شوی دی.

امنیتي مامورینو او د هغه کورنۍ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چې د لقمان سلیم مړی د هغه په موټر کې په جنوبي لبنان کې وموندل شو.

لقمان سلیم د څېړنې یوه اداره چلوله او دستاوېزي فلمونه به یې جوړول.

لبناني مامورینو نه دي ویلي چې لقمان سلیم ولې ووژل شو.

لقمان سلیم د شیعه مسلک منونکی و او په څرګنده به یې په حزب الله نیوکې کولی او په ایران پلوه ډلې به الزام لګولو چې خلک ویروي او د نورو خلکو سیاسي نظریات نه زغمي.

لقمان سلیم د شورو‌، چهارشنبې، په ورځ د یو شاعر ملګري د کور نه د وتلو وروسته بې درکه شوی و. د هغه د کورنۍ ترمخه د بېګا شپې راهسې بې درکه و. د هغه مېرمن وویل د هغه د موبایل نه ځواب نه ترلاسه کېږي.

د لبنان موقتي داخله وزیر مطبوعاتو ته وویل چې لقمان سلیم په بوږنونکي جرم کې وژل شوی دی. هغه وویل چې د هغه د قاتلانو تعقب به کوي.

د لقمان سلیم یوې خور راشا په ظاهره د چا نوم د اخیستلو بغیر وویل دوی یوازې په یوه ژبه کې په روانۍ خبرې کولی شي او دغه ژبه وژنه ده.

لقمان سلیم د خپلې مېرمن سره په شریکا دستاوېزي فلمونه جوړ کړي او د ۱۹۷۵-۱۹۹۰ پورې د لبنان د خانه جنګۍ تاریخ د محفوظ ساتلو دپاره یې د ارکایو جوړېدو کوښښونه کړي دي.

په حزب الله د هغه د نېوکو په سر به د ډلې پلویانو لقمان سلیم د سفارت شیعه په نوم یادولو یعني په هغه به یې د امریکې د حمایت الزام پورې کولو.

امریکې حزب الله ترهګر تنظیم ټاکلی دی او په لبنان کې یې د حزب الله په مامورینو یې بندیزونه لګولي دي.

د وي او ای رپورټ وايي حزب الله په سم لاسي ډول څه تبصره نه ده کړې.

په کال ۲۰۰۸ کې سفارتي رازونه افشا کوونکي وېب پاڼې وکي لیکس وویل لقمان سلیم د شهري حقونو د پرمختګ دپاره یو اداره جوړه وې چې د څېړنې یوې امریکنۍ ادارې سره یې همکاري کړې وه او د یو اېس مډل اېسټ نه یې مالي مرسته ترلاسه کړې وه.

XS
SM
MD
LG