لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ليو شائبو ته دامن نړيوال انعام ورکول شوې


په دستوره کې لیو شائبو لپاره یوه خالي کرسې پرته وه د چېن حکومت نه خو ښاغلي شائبو ته او نه هم هغه مېرمن ته په دستوره کې د گډون اجازه ورکړې.
په دستوره کې لیو شائبو لپاره یوه خالي کرسې پرته وه د چېن حکومت نه خو ښاغلي شائبو ته او نه هم هغه مېرمن ته په دستوره کې د گډون اجازه ورکړې.

د چين دننه په زندان کې بندي جمهوريت خوښي غړي ليو شائبو ته به دجمعې په ورځ نوبل پيس پرائز يا دامن نړيوال انعام ورکول شوې. خو د نوموړي ددغه انعام اخستو اپاره موجود نه ؤ. په دستوره کې لیو شائبو لپاره یوه خالي کرسې پرته وه. د چېن حکومت نه خو ښاغلي شائبو ته او نه هم هغه مېرمن ته په دستوره کې د گډون اجازه ورکړې.
ليو 11 کاله وړاندې درياستي طاقت دچيلنج کولو په جرم کې دا مهال په جيل کې بند تيروي.
د ناروى په اوسلو کې دجمعې په ورځ ليو ته دامن نړيوال انعام ورکولو دستوره کې دنړۍ 45 هيوادونه گډون کړې او 18ؤ په دغه دستوره کې د گډون بلنه ردکړې ده.
په ناروى کې دامريکې سفير بيري وائټ به په دغه دستوره کې گډون کوي.
سپينې ماڼۍ يو ځل بيا دچين څخه غوښتنه کړې چې بايد ليو خوشې کړي.
د بشري حقونو لپاره دملگرو ملتونو لوړپوړى چارواکي نيوي پيلى او دبشري حقونو مشهورې ډلې هم دليو دخوشې کولو لپاره په چين غږ کړى دى.
خو چين دزيارت په ورځ خبردارى ورکړى دى چې دنړيوال فشار په نتيجه کې به ليو نۀ خوشې کوي.
ليو شائبو په کال 1989ء کې دبيجنگ په ټيانيمن سکوئر کې ترسره شوي احتجاج کې گډون کړى ؤ او هغه دچين دبشري حقونو او سياسي ازادۍ لپاره هلې ځلې کوونکو کسانو څخه يو دى.
سربيا دزيارت دستورې ته دخپل استازي نۀ ليږلو پريکړه محفوظه ساتلې ده او اروپائي اتحاديې دسربيا لخوا ددستورې څخه په بائيکاټ نيوکه کړې ده.
چين دسربيا يو ستر تجارتي حصه دار هيواد دى.
هم دزيارت په ورځ دچين دبهرنيوچارو دوزارت وياندې جيانگ يو دامريکائي قانون جوړونکو لخوا دليو دخوشې کولو په غوښتنه نيوکې کړي دي.
هغې وئيلي دي هاغه قرارداد چې دامريکا داستازو ايوان دشورو په ورځ پاس کړى او ليو ته يې دنوبل انعام په گټلو مبارکي ورکړې ده دحقيقت په ضد او دچين په کورنيو چارو کې ښکاره لاس وهنه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG