لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سنتیس کلینډر (لیاقت مېجر) په حق ورسید


د پښتو فلمونو پیژندلی ټوقمار لیاقت مېجر (سنتیس کلینډر) نن په راولپنډۍ ښار کې په حق رسیدلی.

د پښتو فلمونو هنر مند بابو خان د لیاقت مېجر د مرګ پخلی کړی او ویلي یې دي چې نوموړی د زړه د دورې له امله په حق رسیدلی.

د نوموړي جنازه به د خالي یا شنبې په ورځ سهر لس بجې په نوښار کې ترسره کیږي.

نوموړي د پښتو په سوونو فلمونو کې کار کړی او نژدې هر پښتون يې پیژني.

لیاقت مېجر د نوښار اوسیدونکی وو.

خدا بخښلی د فلمونو سفر د پښتو د مشهورفلم دره خیبر نه شورو کړی وو.

له دغې وروسته هغه په فلم علاقه غیر کې دخپل هنر جوهر وښودلو خو کله چې هغه په فلم اوربل کې د سن تیس کلینډر په نوم کردار وکړو نو دغه کردار یې دومره مشهور شو چې هغه بیا پخپل نوم لیاقت کم اؤ‌ په سن تیس کلینډر زیات خلکو پېژندلو

د نوموړي دا فلمي ډاېیلاګ ٫٫ د سنتیس کلینډر یم، څه کدو کریلا نه یم٬٬ تر اوسه مشهور دی.

نوموړي پخپل ژوند کې د پینځوؤ سوؤ نه په زیاتو پښتو اؤ اردو فلمونو کې مزاحیه کردارونه ادا کړي وؤ .

دهغه په مشهورو فلمونو کې دیدن،علاقه غیر،اوربل،خانه بدوش،ادم خان درخانۍ،جوارګر،ارمان،چالاک،مداري،بنګړي اؤ هتکړۍ،ګڼکپ،دره خیبر،دهقان،ټوپک زما قانون،باغي، زخمونه اؤ داسې ګڼ نور شامل دي.

هغه په کال ۲۰۰۷م کې دفلمونو نه لاس اخستی ؤ اؤ دتبلیغي ډلې سره ملګری شوی ؤ.

د نوموړي وروستی فلم "زړه مې تا وړی دی" ؤ چې مرکزي کردار پکې ارباز خان لوبولی ؤ

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG