لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لیبیا کې حکومت مخالف ډلو پرمختگ کړی


لیبیا کې حکومت مخالف ډلو پرمختگ کړی
لیبیا کې حکومت مخالف ډلو پرمختگ کړی

لیبیا کې د غربي اتحادي ځواکونو بمبارۍ د معمر قذافي پلویان پشا تمبولې دي او د حکومت مخالفو ډلو په دوه ښارونو قبضه او د هیواد په غربي سیمه کې يي د حکومت پلوه ځواکونو خلاف پرمختگ کړی دی.

باغیانو ویئلې په بریگا او اجدبیه ښارونو يي د خالي په ورځ قبضه کړې ده او د قذافي ځواکونه يي د دواړه ښارونو نه ویستلې دي. بریگا ښار کې د تیلو د صادرولو د پاره سمندري بندر هم موجود دی.

تیره هفته باغیانو په اجدبیه ښار باندې قبضه د لاسه ورکړې وه خو د اتحادي ځواکونو لخوا د بمبارۍ ورستو يي دغه ښار بیا د خپلې ولکې د لاندې راوستی دی. اجدبیه ښار د باغیانو د مرکز بن غازي نه ١٦٠ کلومیټره په جنوب کې پروت دی.

په عین حال کې د فرانس فوج وئیلې په میسراته ښار کې د لیبیا پنځه جهازونه او دوه هیلې کاپټرې تباه کړی شوې دي. میسراته د طرابلس په ختیز اړخ کې پروت دی. اتحادي جهازونو طرابلس سره نزدې هم بمباري کړې ده.

په لیبیا کې د خالي په ورځ شوې پرمختگ نه یوه ورځ وړاندې لیبیائي چارواکو وئیلې وو هیواد کې د کړکیچ د حل د پاره به سفارتي لارې چارې لټوي خو ددغه اعلان ورستو د کوم پرمختگ خبرونه مخ ته نه دي راغلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG