لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لېبیا: بنغازي ښار کې غبرګو چاودنو ۳۳ وژلي او لسګونه ټپیان کړي


په کال ٢٠١٢م کې په بنغازي کې د امریکې په کونسلخانه هم حمله شوي وه
په کال ٢٠١٢م کې په بنغازي کې د امریکې په کونسلخانه هم حمله شوي وه

د لېبیا په بنغازي ښار کې غبرگو موټربم چاودنو لږ تر لږه ۳۳ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

په بنغازي کې دغه چاودنې د نهې، سه شنبې، په ورځ شوي دي.

لومړی موټر چې له چاودېدونکو موادو ډک وو السلماني سیمې ته څېرمه د یوه جومات مخ ته شوې ده. رپوټونه وایي دویمه چاودنه هم شاوخوا نیمه ګنټه وروسته په همدې ځای کې شوې ده او داسې څرګندېږي چې هدف یې هلته موجود پولیس او د ژغورونکې ډلې کسان وو، چې د لومړۍ چاودنې د مړیو او ټپیانو په را غونډولو بوخت وو.

د چاودنې ذمه واري سمدستي کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

لېبیا ته د ملګرو ملتونو د استازو ورغلي پلاوي دا چاودنې غندلې او ویلي یې دي چې پر عامه خلکو برید د انساني حقونو د نړیوال قانون خلاف کار دی.

بنغازي درې کاله د توندروه ډلو او د لېبیا د پوځ یوه مشر خلیفه هفتر ته د وفادارو امنیتي ځواکونو تر منځ د نښتو مرکز اوسېدلی. ښاغلي هفتر تېر کال اعلان کړی وو، چې دغه ښار یې له وسلوالو پاک شوی دی.

لېبیا له ۲۰۱۱م کاله راهیسې د جنګ په حالت کې ده، چې د دې هېواد پخوانی واکمن معمر قذافي په نخښه شو او و وژل شو.

دغو ناکراریو د داعش غوندې ترهګرو ډلو ته دا موقع ورکړې، چې په لېبیا کې خپل کېمپونه جوړ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG