لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لېبیا یاغیانو ډزبندۍ لپاره شرطونه ورکړي


د لېبیا یاغیانو ډزبندۍ لپاره شرطونه ورکړي
د لېبیا یاغیانو ډزبندۍ لپاره شرطونه ورکړي

د لېبیا د مخالفو ډلو مشر ویلي یاغیان په دې شرط ډزبندۍ ته تیاردي چې د لېبیا مشر معمر قذافي خپله پوځي محاصره ختمه کړي. د مخالفو ډلو ویاند مصطفی عبدل جلیل د لېبیا په بن غازي ښار کې د ملگرو ملتونو ځانگړۍ استازې عبدالله الخطیب په موجودگی کې زیاته کړه قذافي ته به حکومت پرضد مظاهرو اجازه هم ورکول وي. د ملگرو ملتونو ځانگړۍ استازې عبدالله الخطیب د لېبیا د شخړې سېاسي حل لپاره هڅې کوي او د ډزبندې غوښتنه کوي. د یاغیانو د ډزبندې شرطونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د برتانوي د مېډیا خبر تر مخه د لېبیا مشر معمر قذافي یو استاذي د برتانیا چارواکو سره د د خبرو اترو لپاره د لندن سفر کړی دی. خبرونو کې ویل شوي دي چې دغه استازی محمد اسماعیل نومیږي او دغه تن د معمر قذافي زوي سېف السلام یو نزدې ملگری دی. د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند گارډین ورځپانړې ته ویلي دي چې ډیر په ښکاره ټاکو کې یو پېغام ورکړل شوې دی چې « قذافي ته به واک پریښودل وي ». دغه ویاند د لېبیا چارواکو سره د نورو تماسونو په اړه وینا نه انکار وکړو. د سفارتکارې هلې ځلې د روانې اوونې کې د قذافي حکومت دوو لوړ پوړو چارواکو د نوموړي نه شا ته کېدو وروسته پېل شوي دي. د مخالفو ډلو ویاند مصطفی غېریاني د زیارت په ورځ ویلي د حکومت پرضد ډلې یقین لري چې قذافي حکومت دننه نه په ختمیدو دی. د لېبیا پخواني بهرنیو چارو وزیر او د جنرل اسمبلۍ رئیس علي عبدالسلام ترکي د زیارت په ورځ د مخالفو ډلو په ویب پانړو حکومت نه بېلیدو اعلان کړی ؤ او مصر ته تښتیدلې دی. ښاغلي ترکي ویلي چې دا د لېبیا حق دی چې خپلواکه، جمهوري او خوشحاله پاتې شي. د شورو په ورځ د لېبیا د بهرنیو چارو وزيرموسي قصي برطانيې ته تښتېدو وروسته د معمرقذافي د حکومت څخه دبيلتون اعلان کړى و. ښاغلې قصي د معمر قذافي د ډیر وخت نه نزدې ملگرې ؤ او د هغه د حکومت غټه مټه گڼل کیدو.
خو په ليبيا کې يو حکومتي وياند دموسي قصي دمنحرف کيدو دخبرونو ترديد کړى او وئيلي يې دي چې خارجه وزير په يو سفارتي مشن برطانيې ته رسيدلى.
دليبيا د انصاف او کورنيو چارو وزيرانو په هيواد کې داحتجاج دلړۍ څخه وروسته د خپلو عهدو څخه مستعفي شوي او د ياغيانو سره يو ځايې شوي دي.
امريکائي چارواکو دموسي قصي مستعفي کيدل يو انتهائي اهم پرمختگ گرځولى او وئيلي يې دي چې دا په حکومتي عهديدارانو کې دمخ په زياتيدونکو اختلافونو يو مثال دى

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG