لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ليبيا دبهرنيو چارو وزير د قذافي دحکومت څخه دبيلتون اعلان کړى دى


د ليبيا دبهرنيو چارو وزير د قذافي دحکومت څخه دبيلتون اعلان کړى دى
د ليبيا دبهرنيو چارو وزير د قذافي دحکومت څخه دبيلتون اعلان کړى دى

د ليبيا دبهرنيو چارو وزيرموسي قصي برطانيې ته رسيدلى او هغه دمعمرقذافي دحکومت څخه دبيلتون اعلان کړى دى.
دبرطانيې دخارجه وزارت ترمخه موسي قصي پخپلې مرضۍ دتيونس په لاره لندن ته رسيدلى او دغلته يې چارواکو ته وئيلي يې دي چې هغه دخپلې عهدې څخه لاس پسر شوى دى.
برطانوي چارواکودمعمرقذافي نورو ملگرو ته هم وئيلي دي چې دليبيائي مشر قذافي ملگرتيا پريږدي.
خو په ليبيا کې يو حکومتي وياند دموسي قصي دمنحرف کيدو دخبرونو ترديد کړى او وئيلي يې دي چې خارجه وزير په يو سفارتي مشن برطانيې ته رسيدلى.
دليبيا دانصاف او کورنيو چارو وزيرانو په هيواد کې داحتجاج دلړۍ څخه وروستو دخپلو عهدو څخه مستعفي شوي او دياغيانو سره يو ځايې شوي دي.
امريکائي چارواکو دموسي قصي مستعفي کيدل يو انتهائي اهم پرمختگ گرځولى او وئيلي يې دي چې دا په حکومتي عهديدارانو کې دمخ په زياتيدونکو اختلافونو يو مثال دى.
خارجه وزير قصي دليبيائي صدر معمرقذافي زيات نزدې ملگرى ؤ او دلسو کالو څخه تر زياتې مودې پورې يې دانټلي جنس دمشر په توگه هم دنده ترسره کړې ده.
په عين حال کې دامريکائي ورځپاڼو ترمخه سنټرل اينټلي جنس ايجنسۍ( سي ائي اى) ليبيا کې دخفيه معلوماتو ترلاسه کولو او دمعمرقذافي مخالفينو سره تماسونو جوړولو لپاره خپل ټيمونه ليبيا ته ليږلي دي.
ورځپاڼو نيويارک ټائمز او واشنگټن پوسټ دچارواکو له خلې خبر ورکړى چې دسي ائي اى چارواکي به ليبيا کې دياغي ځواکونو دتوان جاج اخلي.
برطانوي سرچينو ورځپاڼې نيويارک ټائمز ته وئيلي چې برطانوي سپيشل فورسز او دانټلس جنس چارواکي هم دشمالي افريقې په دغه هيواد کې موجود دي.
همدغه راز سپينې ماڼۍ يو ځل بيا وئيلي دي چې امريکا په ليبيا کې ياغيانو ته دوسلې ورکولو په حقله تر دې مهاله کومه فيصله نۀ ده کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG