لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ليبيا کې د قار ورځ مظاهرو کې 24 وژل شوي دي


Syrian refugees take a rest as they cross into Iraq at the Peshkhabour border point in Dahuk. Around 30,000 Syrians, the vast majority of them Kurds, have fled the region over a five-day stretch and crossed the border to the self-ruled Kurdish region of northern Iraq.
Syrian refugees take a rest as they cross into Iraq at the Peshkhabour border point in Dahuk. Around 30,000 Syrians, the vast majority of them Kurds, have fled the region over a five-day stretch and crossed the border to the self-ruled Kurdish region of northern Iraq.

د بشري حقونو تنظيم هيومن رائټس واچ وئيلي دي ليبيا کې دحکومت مخالف مظاهرينو په ضد يوه ورځ وړاندې د امنيتي ځواکونو لخوا ترسره شوې کارروايۍ کې 24 کسان وژل شوي دي.
په نيويارک کې ددغه تنظيم مطابق عيني شاهدانو وئيلي دي چې دليبيا بيلا بيلو ښارونو کې دمظاهرينو خورولو په هڅه کې امنيتي ځواکونو په هغوي ډزې کړي دي.
هيومن رائټس واچ دليبيا حکومت څخه په مظاهرينو دتشدد دلړۍ بندولو غوښتنه کړې او وئيلي يې دي دطاقت استعمال هيله کيدى شي چې ورته ضرورت وي.
هيومن رائټس واچ په گڼو لويو ښارونو کې دډزو دپيښو دپلټنو غوښتنه هم کړې ده.
ليبيا کې دتشدد څخه دډکو نښتو پيل دمعمرقذافي مخالفينو لخوا دزيارت په ورځ دغضب دورځې په توگه دنمانځلو داعلان څخه وروستو وشو.
دحزب اختلاف مشرانو او ملک کې دبشري حقونو تحفظ لپاره فعالوتنظيمونو دمظاهرو لړۍ نورو عرب هيوادونو کې داوسني احتجاج څخه دمتاثره کيدو وروستو شروع کړې ده.
بل لوري ته راپورونه وائي دقزافي مخالفو مظاهرينو په ختيزه ليبيا کې په گڼو ښارونو کنټرول ترلاسه کړى دى.
ددوؤبيلا بيلو جلا وطنو مخالفو گوندونو ترمخه حکومت مخالفو مظاهرينو دختيز ليبيا په البايدا ښار وروستو له هغې کنټرول ترلاسه کړى چې ورسره مقامي پوليس هم شريک شول.
همدغه راز دليبيا په بنغازي ښار کې په سلگونو حکومت ضد مظاهرين داحتجاج لپاره راټول شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG