لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ليبيا: سيف الاسلام وائي وسله به نۀ غورځوي


سيف الاسلام په يو اډيو پيغام کې د ياغيانو په ضد دجگړې دوامداره ساتلو اراده څرگنده کړې او وئيلي يې دي چې دهغه پلار دطرابلس څخه بهر په خواؤشا سيمو کې موجود او روغ رمټ دى
سيف الاسلام په يو اډيو پيغام کې د ياغيانو په ضد دجگړې دوامداره ساتلو اراده څرگنده کړې او وئيلي يې دي چې دهغه پلار دطرابلس څخه بهر په خواؤشا سيمو کې موجود او روغ رمټ دى

د شورو په ماښام د ليبيا د مشر معمرقذافي ځوې سيف الاسلام په يو اډيو پيغام کې دياغيانو په ضد دجگړې دوامداره ساتلو اراده څرگنده کړې او وئيلي يې دي چې دهغه پلار دطرابلس څخه بهر په خواؤشا سيمو کې موجود او روغ رمټ دى.
سيف الاسلام قذافي ژمنه وکړه چې هغه او دکورنۍ غړي به يې تر وروستۍ ساه پورې جنگيږي او دهغوي څخه به څوک هم وسله نۀ غورځوي.
هغه قذافي پلوه الرائى سيټلائټ ټيليويژن اسټيشن ته وويل دوفا دارو ځوانانو حوصلې لوړې دي.
دهغه دغه بيان دخپل ورور السعدي برعکس دى چې هغه العربيه ټيلي ويژن ته وئيلي وؤ داړي گړي بندولو لپاره هغه دقذافي مخالفو عسکرو سره خبرو اترو او روغې جوړې لپاره تيار دى.
هم دشورو په ورځ ترلاسه شوي يو خبر کې وئيل شوي دقذافي خارجه وزير عبدالعبيدي دطرابلس لويديز کې ديو کلي څخه نيول شوى، دهغه دنيولو اعلان دقذافي مخالف يو لوړپوړي کمانډر وکړو.
اخوا داروپائي اتحاديې سفارت کارانو وئيلي دي په گڼ شمير ليبيائي بندرگاهونو، دتيلو کمپنيو او دلسو څخه زياتو نورو ادارو باندې لگيدلي قدغنونه دجمعې دورځې پورې لرې کيدلى شي.
فرانس دملگرو ملتونو دامنيتي شورا دبنديزونو کميټۍ ته وئيي چې پيرس ته دې اجازت ورکړل شي چې هغه ددوؤ اربو ډارو دماليت منجمد اثاثې جاري کړي.
بل لوري ته روس دليبيا دياغيانو حکومت دهيواد دفعاله قيادت په توگه منلى دى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG