د پاکستان د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې نن د گل په ورځ د شمالي وزيرستان په تبۍ علاقه کې پوځ د گن شپ هيلي کاپټرو د لارې د ترهگرو پينځه پټې ځالې او د بارودو ډک ۱۰ گاډي هم تباه کړي دي .
د امنيتي سرچينو ترمخه نن د اتوار په ورځ وسله والو د شمالي وزيرستان په سپن وام علاقه کې راکټي راويشتي ، چې پکې يو د ملېشې په قلعه لگېدلی ، چې له امله يې د ملېشې درې عسکر وژل شوي ، او دوه نور ژوبل شوي دي . او د انصارالمجاهدين په نوم وسله والې ډلې وياند ابوبصير د دغې بريد پړه په سر اخيستې . سپين وام د شمالي وزيرستان د ميرعلي سره په پوله پروت تحصيل دی ، او په دغې علاقه کې عمليات نه دي پېل کړی شوي .
دشورو په ورځ دپاکستان پوځ وئيلي دي چې دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې شوؤ فضائي حملو کې ٣٥ جنگيالي وژل شوي دي.په ازادانه توگه ددغه پوځي دعوې پخلى سيمې پورې دميډيا درسد دمحدودتيا له امله نۀ شي کيدى. دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي دشورو په ورځ دشمالي وزيرستان دته خيل سيمه کې دترهه گرو درې ځالې فضائي بريدونو کې په نخښه کړل شوي دي.
دشمالي وزيرستان ددغو عملياتو په نتيجه کې خواؤشا لسو لکو خلکو دسيمې نه کډې کړي اؤدخيبرپښتونخوا مختلفو سيمو ته منتقل شوي دي. پوځ په دغو عملياتو کې د٩٠٠ؤ نه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کوي ، خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري ځکه په ازادانه توگه دشمالي وزيرستان په جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.