لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دفاع وزارت: د افغانستان په لسو ولایتونو کې ځايي خلک د طالبانو په ضد راپاڅېدلي دي


رویټرز اداره وايي د سېپټمبر د ۱۱ نېټې پورې افغانستان نه د امریکايي ځواکون د اعلان وروسته طالبانو لږ تر لږه ۳۰ ولایتونه نیولي دي
رویټرز اداره وايي د سېپټمبر د ۱۱ نېټې پورې افغانستان نه د امریکايي ځواکون د اعلان وروسته طالبانو لږ تر لږه ۳۰ ولایتونه نیولي دي

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي په لسو ولایتونو کې په زرګونو خلک د طالبانو خلاف راپاسېدلي دي او وزارت ورته د طالبانو خلاف جنګېدو دپاره وسلې ورکړي دي.

د وزارت مرستیال ترجمان فواد امان د وي او ای اشنا څانګې ته وویل چې ولسي وګړي په تخار، بغلان، جوزجان، سرپل فاریاب، کندز، بلخ، پروان، کندهار، کاپېسا او بادغیس ولایتونو د طالبانو په ضد جنګ کې برخه اخلي.

ښاغلي امان اشنا څانګې ته وویل "له شک پرته له افغان ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ او د هغوی ترڅنګ درېدل ډير ګټور دي، د وضعیت په تغیر او ښه کېدو او همدارنګه د تروریستي ډلو په ماتولو کې به ګټور وي."

د طالبانو په ضد په ځینو ولایتونو کې د ولس د پاسېدو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې افغان صدر اشرف غني د دفاع او د کورنو چارو وزیران او د پوځ شر بدل کړی دی.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه ارګ د خالي، شنبې، په ورځ دغه بدلونونه په داسې حال کې اعلان کړل چې د طالبانو سره جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات زیات شوي دي.

په کابینه کې د تبدیلۍ په لړ کې د دفاع وزیر اسدالله خالد په ځای بسم الله خان محمدي د دفاع موقتي وزیر وګمارل شو.

عبدالستار مېرزاکوال د هدایت الله حیات په ځای د داخله چارو نوی وزیر وټاکل شو.

جنرل ولي محمد احمدزی د یاسین ضیا په ځای د پوځ مشر یا ستر درسیتز وګمارل شو

د وي او ای اشنا څانګه په خپل رپورټ کې وايي د دفاع نوي سرپرست وزیر ."

بسم الله محمدي هم پخپل پیغام کې له خلکو څخه غوښتي چې خپلو سیمو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودریږي او په خبره یې دفاع وزارت چمتو دی چې ورته لازم امکانات ورکړي

رویټرز په خپل رپورټ‌ کې وايي د جمعې په ورځ به فاریاب ولایت کې طالبانو نه د یوې ولسوالۍ د بېرته نیولو دپاره جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو ۲۴ غړي ووژل شوو او ګڼ شمېر نور زخمیان شول.

خبري اداره وايي د سېپټمبر د ۱۱ نېټې پورې افغانستان نه د امریکايي ځواکون د اعلان وروسته طالبانو لږ تر لږه ۳۰ ولایتونه نیولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG