لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لندن اولمپکس: د خالي په ورځ به د سرو زرو د 32ؤ تمغو فيصله کيږي


لندن اولمپکس کې کې به په نن ورځ د32ؤ تمغو فيصله کيږي چې د سړو هاکی او فټبال فائنل هم شامل دي. د سړو دهاکۍ په فائنل کې به دجرمني مقابله دهالينډ سره وي او دسړو په فټبال کې به دبرازيل ټيم ميکسيکو سره مخ کيږي.
د منډه وهونکو ترمينځ نن هم دزړو پورې او سختو مقابلو هيله کيږي.
تر دې مهاله د لندن اولمپکس په څوارلسمه ورځ دمنډې وهونکو، سائيکلو دزغلولو، هاکۍ، جوډوکراټو، لامبو او کشتۍ چلولوپه لوبو کې دسرو زرو د17ؤ تمغو فيصله شوې ده.
په دغو لوبو کې په مجموعي ډول تراوسه 255 دسرو زرو تمغې گټل شوي او امريکا دغه تمغو کې دسرو زرو په 41ؤ تمغو گټلو سره په اول سر کې ده.
د امريکا دټولو تمغو شميره 94 ده، همدغه رنگ چين تر دې مهاله دسرو زرو 37 تمغې گټلي او دټولو تمغو شميره يې 81 ده، چې امريکا پسې په دوهم نمبر روان دى.
دکوربه هيواد برطانيې په برخه دسرو زرو 25 او ټول په ټوله 57 تمغې رسيدلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG