لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چې د پښتون عزت پکې نه وي ٫٫پاکستان زنده باد٬٬ ویل بیغرتي ده: اڅکزۍ


FATA Tribal Sit in Islamabad

د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د پښتون لاریون احتجاجي پرلت هم هغه شان روان دی او دغه پرلت ته تیره شپه د پښتون ملتپاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزۍ وینا کړې ده.

د پاکستان قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ نه راغلو دغه په سلګونو مظاهرچیانو ته د وینا په وخت محمود خان اڅکزۍ که یو خوا د مظاهرچیانو غوښتنې تکرار کړي نو بل خوا يې په پاکستان کې د پښتنو سره کیدونکي ناروا سلوک ټکونه کړي او دغه هیواد په مرکزي حکومت او امنیتي ادارو يې هم سختې نیوکې کړي.

مظاهرچیانو ته په وینا کې ښاغلي محمود خان اڅکزۍ ویلي٫٫ دا خبره بیا تکراروم چې په کوم پاکستان کې د پښتون عزت نه وي هغې ته ٫٫زنده باد٬٬ ویونکی بېغیرته دی.٬٬ نوموړي د پاکستان لوې صوبې پنجاب ته په اشاره ویلي ٫٫ تاسو زمونږ وساېل قبضه کړي او اوس د فاټا قبضه کول غواړۍ، خو مونږ به مو دغې ته په اسانه پرې نه ږدو.٬٬

pashton jarga in islamabad
pashton jarga in islamabad

د پاکستان قبایلي سیمو کې د روانې بدامنۍ اړخ ته د اشارې په وخت د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر زیاته کړې: ٫٫ په قبایلي سیمو کې ۱۲۰۰ مشران او عالمان وژل شوي د دغو حساب به څوک ورکوی؟ پاکستان به دا ضمانت یا لیکل کوي چې د فاټا په ۷ ایجنسیو د واک حق یواځې د فاټا د اولس سره دی.٬٬

په قبایلي سیمو کې د پوځ لخوا شوو عملیاتو کې د بې ګناه خلکو د کورونو او مارکیټونو ته په اشاره کې ښاغلي ویلي: ٫٫ ترهګر یو تن وي ټوله مسید قبیله، کورونه او مارکیټونه نه وي، بیا مو ولې د ټول وزیرستان خلک د خپلو سیمو په زوره ویستلي او کورونه او مارکیټونه مو تباه کړي؟.٬٬

په قبایلي سیمو کې د بیا ودانۍ لپاره ورکړی کیدونکي کم حکومتي امداد په اړه محمود خان ویلي: ٫٫د اربونو روپو مارکیټونه او د کروړونو روپو کورونه ورانولو وروستو تاسو دغه قبایلو له ۴، ۴ لکه روپۍ ورکوۍ، دغه ۴ لکه روپۍ مو خپلو میندو له ورکړۍ.٬٬

په قبایلي سیمو کې شوې ترهګرۍ او بیا پوځي عملیاتو کې خلکو ته رسیدلي زیان په اړه محمود خان اڅکزۍ د پښتنو یو مثال ورکړی اوویلي يې دي: ٫٫ په قبایلو کې چا ته لویه ښېره (بد دعا) د ځوي مرګ او د کور ورانیدل دي، تاسو د قبایلو بچي مړه کړل، کورونه مو ورله تباه کړل او اوس ورته وايۍ چې د پاکستان زنده باد چغې او نعرې وهئ.٬٬

هم دغه راز په پاکستان کې د پښتنو سره کیدونکې ناروا سلوک په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر زیاته کړې: ٫٫ تاسو په پښتنو پسې پراپیګنډ کړی چې دوي ترهګر دي، دا ټول دروغ دي. پښتانه د مذهب، رنګ او نسل په اساس د چا نه کرکه نه کوي او دغه کار ګناه ګڼي.٬٬

په خپله وینا کې د پاکستان واکمنې پنجاب صوبې او د پاکستان پوځ ته په اشاره کې ښاغلي محمود خان اڅکزۍ ویلي: ٫٫ پاکستان به تر هغې زنده باد نه وي تر څو چې ستاسو پلار ٫٫ کرنل٬٬ او زمونږ (د پښتنو) پلار ٫٫چپړاسي٬٬ وي. بیا تاسو پوهه او ستاسو پاکستان پوهه.٬٬

په اسلام اباد کې روان دغه پښتون لاریون ته د محمود خان اڅکزۍ وړاندې د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان، د جمعیت علما اسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمان، د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو، د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان، او د جماعت اسلامي مشر سراج الحق هم ویناوې کړي او احتجاج کونکو ته يې د ملاتړ باور ورکړی.

pashton jarga in islamabad
pashton jarga in islamabad

سره د دې چې د پاکستان وزیراعظم هم تیره ورځ د دغه مظاهرچیانو سره لیدلي، تر دې دمه د دغه مظاهرچیانو لویه غوښتنه چې (راو انوار ونیول شي) لا ورک دی. او د پاکستان امنیتي ادارې د هغه نخښه پته لګولو کې ناکامه دي.

XS
SM
MD
LG