لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله په اډاڼه د اودريدو اوپه ليکلود خبرو جوگه شوې


ډاکټرانو وئيلي دي ملاله يوسفزۍ په لمړي ځل په اډاڼې سره پخپلو پښو داودريدو جوگه شوې ده، خو اوس هم دهغې زخم تازه دى
ډاکټرانو وئيلي دي ملاله يوسفزۍ په لمړي ځل په اډاڼې سره پخپلو پښو داودريدو جوگه شوې ده، خو اوس هم دهغې زخم تازه دى
دبرطانيې دبرمنگهم ښار دکوئين الزبتهـ روغتون ډاکټرانو دجمعې په ورځ وئيلي دي چې دسوات په مينگوره ښار کې دترهه گرو په يو بريد کې سخته ژوبل شوې 14 کلنه طالب علمه ملاله يوسفزۍ په لمړي ځل په اډاڼې سره پخپلو پښو داودريدو جوگه شوې ده، خو اوس هم دهغې زخم تازه دى.
په پاکستان کې دابتدائي علاج وروستو ملاله يوسفزۍ دتيرگل په ورځ دبرطانيې دبرمنگهم ښار کوئين الزبتهـ روغتون ته وړل شوې وه او ددغه روغتون ميډيکل ډائريکټر ډاکټر ډيو راسر وائي چې ملاله اوس په ليکلو سره خبرې کولى شي.
دملالې دروغتيا په اړه ټول پاکستان او دپاکستان څخه بهر اوسيدونکي پاکستانيان دانديښنې څرگندونه کوي ، چې اندازه يې په ميډيا کې دخپريدونکو خبرونو څخه کيدى شي.
ميډيکل ډائريکټر ډاکټر ډيو راسر وائي ملاله يوسفزۍاوس هم دزخم څخه اغيزمنه ده چې له دې امله دهغې دصحت په حواله انديښنه ده.
ملاله يوسفزۍ هاغه ماشومه ده چې کله په کال 2009م کې دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې دوسله والو ياغيانو په ضد امنيتي ځواکونو عمليات پيل کول نو دهغې څخه دمخه دسوات ټول واک په غيراعلانيه ډول وسله والو جنگيالو په لاس کې نيولى ؤ او په دغه مهال نۀ يواځې ملالې يوسفزۍ دطالبانو لخوا په تعليم دايښودل شوي قدغن باوجود خپلو زده کړو ته دوام ورکړى ؤ ، بلکې ديوې ډائرۍ ليکلو له لارې يې نړيوال هم دسوات دوضعيت څخه خبرساتل.
دهغې په دغه جرائت وروستو دهالينډ يوې بين المللي موسيسې کډز رائټس ، دټولې نړۍ څخه په غوره کړل شوؤ پينځوؤ ماشومانو کې ملالې يوسفزۍ ته هم دامن نړيواله جائزه ورکړې وه.
وروستو دپاکستان حکومت هم هغې ته دامن ملي ايوارډ ورکړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG