لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ: د نائیجریا صدر لوظ کړی تښتول شوي جینکې به ازادوي


ملاله یوسفزۍ ځېنې هغه جینکو سره هم ولیدل چې د وسله والو د ولکې يي ځانونه زاخلاص کړې دي. ملاله وویل که څه هم دغه جینکۍ ازادې شوي دي خو بیا هم د مشکلاتو سره مخ دی او سکول ته نشې تلی. ملاله وویل "دوي هم خوبونه لري. دوي ډاکټرانې، انجینیرانې او استازانې جوړیدل غواړي خو حکومت دوي ته هیڅ سهولتونه نه ورکوي. دوي د صحت سهولتونو ته ضرورت لري، تحفظ غواړي خو حکومت هیڅ نه کۍ."
ملاله یوسفزۍ ځېنې هغه جینکو سره هم ولیدل چې د وسله والو د ولکې يي ځانونه زاخلاص کړې دي. ملاله وویل که څه هم دغه جینکۍ ازادې شوي دي خو بیا هم د مشکلاتو سره مخ دی او سکول ته نشې تلی. ملاله وویل "دوي هم خوبونه لري. دوي ډاکټرانې، انجینیرانې او استازانې جوړیدل غواړي خو حکومت دوي ته هیڅ سهولتونه نه ورکوي. دوي د صحت سهولتونو ته ضرورت لري، تحفظ غواړي خو حکومت هیڅ نه کۍ."

نائیجریا کې د سکول د ٢٠٠ نه زیاتو تښتول شوو جینکو د ازادۍ دپاره کوششونو په لړ کې ملاله یوسفزۍ د نائیجریا صدر گډ لک جانتن سره ابوجا کې لیده کاته کړې دی او هغه ورسره لوظ کړی هیواد به يي وسله والو د ولکې نه د جینکو د ازادولو دپاره اقدامات کوي.

د نائیجریا صدر سره د ملاقات ورستو، ملاله یوسفزۍ وویل "هغه ځما سره لوظ وکړو چې جینکۍ به زر تر زره بیرته راولي."

ملاله یوسفزۍ د زیږیدنې په ١٧ م کال د نائیجریا په دوره ده.

د نائیجریا بوکو حرام تندوره وسله والې ډلې درې میاشتې وړاندې د چيبوک کلې د سکول شا او خوا ٣٠٠ جینکې وښتولې. د ٥٠ نه زیاتې جینکې د وسله والو د ولکې نه په تښتیدو کې کامیابې شوي دي خو د٢٠٠ نه زیاتې نور ماشومانې اوس هم د بوکو حرام په ولکه کې پرتې دي.

په داسې مهال چې ملاله په ابوجا کې وه، تښتول شوو جینکو د ازادۍ دپاره کارکونکو ښار کې د مظاهره وکړه او د حکومت نه يي غوښتنه وکړه چې تښتول شوي جینکۍ بیرته راولي.

ملاله یوسفزۍ ځېنې هغه جینکو سره هم ولیدل چې د وسله والو د ولکې يي ځانونه زاخلاص کړې دي.

ملاله وویل که څه هم دغه جینکۍ ازادې شوي دي خو بیا هم د مشکلاتو سره مخ دی او سکول ته نشې تلی. ملاله وویل "دوي هم خوبونه لري. دوي ډاکټرانې، انجینیرانې او استازانې جوړیدل غواړي خو حکومت دوي ته هیڅ سهولتونه نه ورکوي. دوي د صحت سهولتونو ته ضرورت لري، تحفظ غواړي خو حکومت هیڅ نه کۍ."

خو د نائیجیریا د صدر ترجمانی روبن اباتي د حکومت دفاع وکړه. هغې وویل "دې حکومت وړاندې حکومتونه په تعلیم زیاتې پیسې لگولې دي. تعلیم د صدر جانتن په اهمو ترجیحاتو شامل دی."

خو ملاله وویل نائیجریا کې ١٠ ملینه جینکۍ تعلیم ته رسائي نه لري. هغې په نړي واله ټولنه او د نائیجریا په حکومت غږ وکړو چې د مسلې حل دې راوباسي.

بلخوا، ابوبکر شیکاو چې ځان ته د بوکو حرام مشر وايي په نوي وډیو کې تښتول شوو جینکو د ازادۍ دپاره مبارزه کونکو باندې خنده کړې ده. بوکو حرام غوښتنه کوي چې حکومت دي د ډلې نیول شوي غړي ازاد کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG