لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نوبیل انعام گټونکې ملاله یوسفزۍ په اکسفورډ کې خپل اعلی تعلیم پیل کړ


ملاله د ای لیول درجه د برمنگم ښار په ایجبیسټن هايي سکول کې ترسره کړه. ملاله او کورنۍ یې په برمنگم کې میشته دي.

د امن نړي وال نوبیل انعام گټونکي د سوات ملاله یوسفزۍ د برطانيي په مشهوري اکسفرډ یونیورسټۍ کې د خپل اعلا تعلیم اغاز وکړو.

ملاله به د اکسفرډ یونیورسټۍ د مارگریټ هال په نوم کالج کې د فلسفې، سیاست او اقتصادیاتو ذدکړه کوي.

په کالج کې د ملاله وړمبۍ ورځ د اکتوبر نهمه نیټه وه. دا هغه تاریخ هم دی چې په کال ٢٠١٢ کې پرې طالبانو د سوات په مینگوره ښار کې حمله وکړه.

په کالج کې د خپلې وړمبۍ ورځ او د طالبانو د حملې ذکر ملاله د سماجي رابطې په ویب وپاڼه ټویټر هم وکړو او وې ویل "پنځه کاله وړاندې زه ځکه وویشتل شوم چې د جینکو د تعلیم لپاره خبره وه نکړم. نن زه په اکسفرډ کې وړمبو لیکچرو (درسونو) ته ځم."

ملاله د ټویټ په جواب کې گڼ شمیر خلکو هغې ته د مبارکۍ او په اکسفرډ یونیورسټۍ کې د کامیابۍ پیغامونه ورکړل.

په دې تصویر کې اکسفرډ یونیورسټي لیدل کیږي
په دې تصویر کې اکسفرډ یونیورسټي لیدل کیږي

XS
SM
MD
LG