لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ به لوړو زده کړو له اکسفورډ پوهنتون ته ځي


د خیبرپښتونخوا سوات سیمې ملاله یوسفزۍ چې دا مهال په ګرده نړۍ کې د جینکو د تعلیم ستره مبارزه ده نن په ټویټر اعلان کړی د نړۍ په پیژندلي پوهنتون (یونیورسټۍ) اکسفورډ کې ورته د لوړو زده کړو لپاره داخله ورکړی شوی.

ملاله یوسفزۍ په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د اکسفورډ په پوهنتون کې ورته داخله ورکړل شوې چې فلسفه، سیاست او اقتصاد به په کې ولولي. د اکسفورډ پوهنتون د فلسفې، سیاست او اقتصاد دغه تعلیمي دوره یا کورس تر ټولو غوره دوره ګنړل کیږي.

ملاله روان کال په برتانیه کې د سکول خپلې زده کړې پوره کړي. هغې په خپل ټویټر کې لیکلي دي "اکسفورډ ته په ورتلو ډېره خوشحاله یم!! افرین- اول نومره ګانو. سخت کال وو. ښه اینده درته غواړم".

د نړۍ یو شمیر مشهورو سیاستوالو هم د اکسفورډ په پوهنتون کې درسونه ویلي دي. د برتانیه مخکنی صدراعظم ډیویډ کېمیرون او د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمه بينظیر بهټو هم له اکسفورډ یونیورسټۍ نه فارغ شوي دي.

د ملاله یوسفزۍ د دغه ټویټ په ځواب کې د نړۍ یو شمیر پیژندلو کسانو ملاله ته مبارکي ورکړی. د ملاله دغه ټویټ د یونیم لک نه سېوا خلکو لاېک یا خوښ کړی او تر ۳۰ زرو پورې خلکو وړاندې ټویټ یا ري ټیوټ کړی.

پر ۲۰ کلنې ملالې یوسفزۍ درې کاله وړاندې وسله والو طالبانو په خیبرپښتونخوا کې برید کړی وو چې په سر او لاس ژوبله شوه، هغه بیا برتانیه ته د علاج لپاره واستول شوه. ملالې هغه وخت مطبوعاتو ته په بله نامه خپل یادښتونه لیکل. هغه اوس د ماشومانو د تعلیم د برخې سفیره او فعاله ده. ټاکل شوې چې ملاله به د اکسفورډ پوهنتون په را روان سمستر کې خپل درسونه پیلوي.

ملالې یوسفزۍ له همدغه برید وروسته نړیوال شهرت وموند او د ملګرو ملتونو د تعلیم د برخې تر ټولو ځوانه سفیره هم وټاکل شوه. ملالې په ۲۰۱۴ کال کې د نوبل نړیواله جایزه هم وګټله.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG