لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملايشيا د بې درکه الوتکې دپاره د لټون عمل لا هم روان دی


د بې درکه الوتکې په لټون کې د ۲۶ هېوادونو هوائي او بحري ځواکونه برخه اخلي ، ولې تر اوسه ورته د الوتکې په اړه کومه کاميابي نه ده ترلاسه شوې .
د بې درکه الوتکې په لټون کې د ۲۶ هېوادونو هوائي او بحري ځواکونه برخه اخلي ، ولې تر اوسه ورته د الوتکې په اړه کومه کاميابي نه ده ترلاسه شوې .
د اسټريليا وزيراعظم ټوني ايبټ نن د اتوار په ورځ ووئيل چې د چين د سيټلائټ د لارې د اخستی شوؤ عکسونو په مرسته د ملايشيا د بې درکه شوې الوتکې په لټون کې کاميابي ترلاسه کېدی شي .
د چين د سيټلائټ د لارې په جنوبي بحرهند کې په اخيستل شوؤ نوؤ عکسونوکې په نظر د راتلونکې ملبې په اړه خيال کيږي چې دا په ممکنه توگه د ملايشيا د بې درکه الوتکې نخښې کېدی شي .
د ملايشيا الوتکه ايم اېچ ۳۷۰ بوئنگ ۷۷۷ د روانې مياشتې په اتمه نېټه هغه وخت بې درکه شوې وه ، چې د املې په گډون پکې ۲۳۹ مسافر سواره وو او د کولالمپور نه بيجنگ ته روانه وه .
د بې درکه الوتکې په لټون کې د ۲۶ هېوادونو هوائي او بحري ځواکونه برخه اخلي ، ولې تر اوسه ورته د الوتکې په اړه کومه کاميابي نه ده ترلاسه شوې .
د اتوار په ورځ د اسټريليا د پرتهـ ښار نه خواوشا ۲۵۰۰ کلوميټره لرې په بحرهند کې يو ځل بيا د الوتکې لټون پېل کړی شوی دی .
د اسټريليا وزيراعظم وئيلي چې د چيني سيټلائټ نه د اخيستل شوؤ عکسونو په مرسته دويې وس داسې شواهد رايوځايې کوي چې د هغې په اساس دا اميد پيدا شوی چې هغويې د بې درکه الوتکې د لټون په لار روان دي .
د راپورونو ترمخه چين وئيلي چې په نوؤ اخيستل شوؤ عکسونو کې ۲۲ ميټره اوږد او ۱۳ ميټره پلن څيز ليدل کيږي ، او دا د اسټريليا لخوا د وړومبو اخيستل شوؤ عکسونو سره ميلاويږي او امکان څرگندولی شي چې دا د هغې الوتکې ملبه وي .
راپورونه وايې بې درکه ملايشين الوتکه نزدې ۲۷ ميټره اوږده او ۱۴ ميټره پلنه ده .
د اسټريليا د سمندري پولو په حفاظت مامورې ادارې وئيلي چې اته هوايې الوتکې به د اتوار په ورځ سمندر کې په نزدې ۵۹ زره مربع کلوميټره علاقه کې لټون کوي . د اسټريليا يو چارواکي وئيلي د لټون په وخت موسم ښه نه دی او هغويې په سمندر کې د لړې سره هم مخ کیدی شي .
د راپورونو ترمخه جاپان او هند هم خپلې الوتکې د لټون دپاره دغې علاقې ته ليږي ، او د چين او اسټريليا بحري کشتۍ هم دغې سيمې پله روانې دي .
راپورونه وايې په جنوبي بحرهند کې د سټلائټ د نوؤ اخيستل شوؤ عکسونو وروستو ياده سيمه د بې درکه الوتکې د لټون مرکز گرځول شوی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG