لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منموهن سنگهـ:پاکستان دې خپله خاوره زمونږ خلاف کارولو ته نۀ ورکوي


دهندوستان وزيراعظم منموهن سنگهـ پاکستان ته خبردارى ورکړى دى چې خپله ځمکه بايد دهندوستان په ضد کارروائيو ته ورنۀ کړي.
دهندي وزيراعظم دغه بيان په داسې وخت کې مخې ته راغلى چې په لانجمن کشمير کې ديوې حملې په ترڅ کې دپينځوؤ هندوستاني پوځيانو دوژل کيدو وروستو ددواړو گاونډي هيوادونو ترمينځ تاؤتريخوالى سيوا شوى دى.
نوي ډيلي دخپلو پوځيانو دوژلو الزام دپاکستان په پوځ لگولى دى.
دازادۍ دورځې په موقع خپله کليزه وينا کې منموهن سنگهـ وئيلي دي هندوستان تل هڅه کړې ده چې خپلو گاونډي هيوادونو ته ددوستۍ لاسونه وروغځوي
” خو پاکستان سره داړيکو غوره والي دپاره ضروري ده چې هغه بايد خپله ځمکه اؤ دخپل واک لاندې سيمې زمونږ په ضد کارولو ته ورنۀ کړي “
له دې يوه ورځ وړاندې دپاکستاني وزيراعظم بيان مخې ته راغلى ؤ چې هغه به هند سره دتاؤتريخوالي ختمولو دپاره دټولو امکاناتو جاج اخلي اؤ دخبرو عمل به ورسره پيل کولى شي.
نواز شريف وئيلي ؤ هند ته هم د تاؤتريخوالي کمولو دپاره دزړۀ پورې گامونو اخستو هڅه پکار ده.
په پاکستان کې دپنځوؤ پوځيانو دوژل کيدو وروستو تيره اوونۍ ددغه هيواد پارليمنټ په هندي پوځيانو دپاکستان دبريد دغندنې قرارداد هم منظور کړى ؤ.
دهندوستاني پوځيانو دوژل کيدو وروستو ددواړو هيوادونو ترمينځ په لانجمنه پوله پرله پسې تاؤتريخوالي کې اضافه روانه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG