لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کوهاټ پوليسو منظور پشتین سره د ملګرو ګرفتار کړی دی


دا تصویر د سوشل مېډیا نه اخیستل شوی
دا تصویر د سوشل مېډیا نه اخیستل شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) سربراه منظور احمد پشتین نن سهار وختي د خیبرپښتونخوا صوبې د پولیسو لخوا په کوهاټ کې ګرفتاره شوی دی. د منظور پشتین د ګرفتاره کېدو خبر اول په سوشل مېډیا باندې خپور شو او وویل شول چې د هغه سره یې څو تنه ملګري هم پولیسو نیولي دي.

وي او اې ډیوه د دې خبرونو د پخلي دپاره د پښتون تحفظ مومنټ یا پښتون ژغورنې غورځنګ له ذرائعو سره رابطه ونیوله او هغو دا خبر تصدیق کړ چې د پي ټي اېم مشر د جاني خېلو پرلت ته د ورتګ پر مهال د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د منظور پشتین د نیول کېدو په ضد، په ټویټر باندې د هغه د خوشې کېدو د مطالبې هشټېګ، ټرینډ ګرځېدلی دی.

د منظور پشتین د نن ورځۍ ګرفتارې وجه تر اوسه نده معلومه او دا به وروسته ښکاره شي چې په کوم کېس کې نیول شوی دی.

د دې خبر نور جزییات به وروسته له تاسو سره شریک کړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG