د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتين وايي، "که عدالتي/جوډيشل او يا بدني ريمانډ وي زمونږ دریځ دی، د خپل وطن د امن او د خپلو خلکو د ازادۍ، هغه به وي". منظور پښتين ويلي، په پولیس تاڼه کې سختي ورسره شوې خو وایي "که پر ايټم بم مې کښېنوي، هغه موقف مې دی کوم چې وو".
منظور پښتين نن د اووه ورځو بدني ريمانډ وروسته د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی شوی او په جوډيشل ريمانډ زندان ته لېږل شوی دی.
د نوموړي وکیل مصدق عزيز خټک وي او اې ډيوه ته ویلي، پښتين ناوخته د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی شوی د نور بدني ريمانډ غوښته عدالت رد کړې ده.
هغه وويل، استغاثې يا سرکاري وکیل د منظور پښتين ضد جوړه د کال 2020م مقدمه عدالت ته ښکاره کړه او په هغې کې یې د عدالت نه د هغه د بدني ريمانډ غوښتنه وکړه، خو عدالت هغه په جوډيشل ريمانډ زندان ته ولېږو.
خټک زياته کړه، "په جوډيشل ريمانډ کې 15 ورځې هم او 30 هم ورکړی کېدی شي"، مونږ ورته د ضمانت خواست جمع کړو د ګل/دوشنبې په ورځ به په هغې اورېدنه وشي.
منظور پښتين زندان ته د لېږل کېدو په وخت ويلي، "سختي ورسره کيږي خو که څومره سختي کيږي هم، هغه به د خپل دريځ څخه نه په شا کيږي".
هغه د پي ټي اېم په غړو غږ کړی "مزاحمت دې جاري ساتي".
منظور پښتين په څلورم دسمبر بلوچستان کې د نیولو وروسته د تېر زيارت/پنجشنبې په ورځ (اووم دسمبر) اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شوی او د اووه ورځو په بدني ریمانډ سي ټي ډي پوليس ته حواله کړل شوی وو.
منظور پښتين د روان کال اګست په مياشت کې د پي ټي اېم د جلسې وروسته درج شوې مقدمه کې عدالت ته وړاندې کړی شوی وو.
پي ټي اېم د روان کال اګست په 18مه اسلام اباد کې يوه جلسه کړې د دغه جلسې پرضد دوه مقدمې په ترنول تاڼه کې او بله په سي ټي ډي کې درج شوې وه.
د پي ټي اېم ترمخه په دغو مقدمو کې منظور پښتين، علي وزیر او نور ګڼ کسان نومول شوي، علي وزير، ايمان مزارې او د پي ټي اېم ګڼ نور کسان پکې بيا نيول شوي خو وروسته هغوی ټول په ضمانتونو خوشي شوي وو.
منظور پښتين په څلورم دسمبر د بلوچستان په چمن ښار کې پرلت ته د وینا وروسته نيول شوی، په پينځم دسمبر د خېبرپښتونخوا پوليس ته سپارل شوی خو په ډېره اسماعیل خان کې عدالت ته نه وو وړاندې کړی شوی.
پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم (اېچ ار سي پي)، سياستوالو او مدني فعالو د منظور پښتين په نيولو اندېښنه ښکاره کړې او د هغه د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه.
د پښتين د نيولو ضد پي ټي اېم د ملک په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې هم کړې وې.
Forum