لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان : د جينکو په کالج بريد کې 15 طالب علمانې ژوبل شوي دي


د پاکستان د خيبرپښتونخوا په مردان سيمه کې نامعلومو وسله والو دجينکو په يو کالج ډزې او په لاسونو بمونو سره بريد کړى چې پکې لږ ترلږه 15 طالب علمانې او دکالج يو څوکيدار زخمي شوى دى.
دعيني شاهدانو ترمخه دمردان د لوند خوړ سيمې په گورنمنټ گرلز کالج کې دنهې په ورځ يوه دستوره روانه وه چې په دغه مهال په موټر سائيکل سپرو دوؤ کسانو په کالج لمړى ډزې وکړې او وروستو يې پرې دوه لاسي بمونه وغورځول چې پکې 18 طالب علمانې ژوبل شوې.
ژوبل شوې طالب علمانې دعلاج لپاره دتخت بهائي يو روغتون ته وړل شوي چې دغلته ديوې طالب علمې حالت مرگونى ښودل شوى دى.
دپوليسو ترمخه دپيښې وروستو دواړه بريد کوونکي په تيښته کې بريالي شوي چې دلټې لپاره په سيمه کې دلټونې عمليات روان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG