لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مردان : امنېتي ځواکونو درې ځانمرگي برید کونکي وژلي دي


مردان : امنېتي ځواکونو درې ځانمرگي برید کونکي وژلي دي

د پاکستان خېبر پختونخوا ایالت مردان سيمه کې امنېتي ځواکونو درې ځانمرگي بریدکونکي هغه وخت وژلي چې دوي یو پوځي مرکز ته ننوتو تکل کولو.

امنیتي چارواکي وایي امنېتي ځواکونو په دغه کسانو هغه وخت ډزې وکړی چې دوي د پنجاب رجمنټ سنټر کې په تربیه بوخت رنگوټانو د برید کولو هڅه کوله.
بریدکونکو کسانو بارودي موادو ډک واسکټونه اغوستې وؤ. په دغه پېښه کې څلور عسکر هم ژوبل شوي دي.
تر اوسه ددغه پېښې پړه چا منلې نه ده، خو طالب جنگیالي د پخوا راهسې دغه سېمه کې بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG