لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان : ځانمرگي بريد کې 30 عسکر وژل شوي دي


مردان : ځانمرگي بريد کې 30 عسکر وژل شوي دي
مردان : ځانمرگي بريد کې 30 عسکر وژل شوي دي

د پاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په مردان سيمه کې دزيارت په ورځ ديوې پوځي سلامۍ په دوران ترسره شوي ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه 30 عسکر وژل شوي او خواؤشا 40نور ژوبل شوي دي
دپوليسوله مخې دمردان د پنجاب رجمنټ سنټر په پريډ گراؤنډ کې دسکول يونيفارم اغوستي يو هلک پخپل ځان پسې تړلي چاؤديدونکي مواد چاؤدولي چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه.
ضلعي پوليس افسر ذيشان حيدر دځانمرگي تن عمر څوارلس کاله ښودلى چې دسکول يونيفارم يې اغوستى ؤ.
ژوبل کسان دعلاج لپاره سي ايم ايچ ته منتقل کړل شوي اودچاؤدنې وروستو په روغتون کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.
دعيني شداهدانو وينا ده دچاؤدنې غږ دمردان په لرې پرتو سيمو کې هم اوريدل شوى دى.
په مردان کې دپوځ په دغه تنصيب په کال 2006م کې هم يو ځانمرگى بريد شوى ؤ چې پکې تر 35ؤ پورې کسان وژل شوي وؤ
په نزدې کلونو کې دپاکستاني عسکرو په ضد ترسره شوى دغه تر ټولو مضبوط ځانمرگى بريد ؤ چې پکې په دومره لويه پيمانه مرگ ژوبله رامينځته شوې ده.
دا مهال دپاکستان پوځ دمومندو او اورکزو په گډون په بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد په نااعلانه توگه کارروايۍ کوي او دخيبرپښتونخوا حکومتي چارواکي دصوبې په بيلا بيلو برخو کې ترسره کيدونکې داړي گړي پيښې او چاؤدنې ددغو عملياتو غبرگون دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG