لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقبال خان وایي د ځوي د وژنې کیس دې دمردان نه بل ښار ته انتقال شي


د خیبر پښتونخوا مردان ضلع عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب سپکاوي په تور د وژل شوي مشال خان پلار په پیښور هايې کورټ کې درخواست کړی، د هغه د ځوي د وژنې کیس دې د مردان ضلعې نه د صوبې بل عدالت ته انتقال شي.

دغه خواست د مشال خان پلار اقبال لالا د څلور کسیزه پینل وړاندې کړیدی چې مشري یې مشهور قانون پوه لطیف افریدي کوي.

د پینل غړي سلیم خان ایډویکیټ له ډیوه راډیو سره د خبرو پرمهال د درخواست ورکولو تصدیق کړی.

(په پیښورهايي کورټ کې اقبال خان د خپل کیس د بدلولو لپاره چې له مردان څخه یو بل داسې محفوظ ځاېې ته انتقال شي یو پیټیشن داخل کړیدی.پدې کیس کې د شپیتو پورې تورن کسان شامل دي چې د خپل ځان د خلاصولو لپاره یې تر دې محکمې متحده دیني محاظ هم جوړ کړی دی.)

بل خوا د نیول شویو ۵۷ کسانو پلرونو دا غوښتنه کړیده چې دغه کیس دې په مردان ضلعه کې پر مخ یوړل شي.

پدې هکله د ملاکنډ ایجنسۍ شانګلې نومې سیمې سره تعلق لرونکی د نیول شوي محصل پلار ډاکټر شیر ولي وايي دغه کیس دې په مردان ضلعه کې پاتې شي.

(زه له خپلو سیاسي مشرانو څخه چې هر ګوند سره اړیکه ولري غواړم چې دوي دې له خپلو سیاسي خبرو څخه واوړي او دا کیس دې اسلام اباد ته نه لیږل کیږي او زمونږ ټولو ستره غوښتنه همدا ده چې دا کیس دې په مردان کې پر مخ ولاړ شي.)

په مردان کې د مشال خان د کیس د وژنې په حواله نن د عبدالولي خان پوهنتون د لومړي هاسټل مشر علي نواز په ښاري محکمه کې د دفعې ۱۶۴م کې خپل بیان هم ثبت کړیدی او دوی ویلي دي چې مشال خان د هاسټل په چت باندې ویشتل شوی وه.

دی زیاتوي چې مشال خان په دغه مهال پداسې حال کې چې د شهادت کلیمه یې ویله دا ویل چې ده مذهب ته سپکاوی نه دی کړی او دا به یې ویل چې روغتون ته مې ورسوی زه مسلمان یم.

ده هغه په وینا پدې وخت کې نور قهریدلي زده کړه کونکي راغلل او مشال یې مړ کړو.

په مردان کې د پولیسو لخوا د مشال خان د هاسټل د کوټې سامان د هغه کورنۍ ته ورکړل شویدی خو د هغه د کوټې په سامان کې د هغه مبایل، لیپټاپ، کمره او د هغه ډایري نه ده موندل شوې.

د مشال خان پلار وايي په ځوی باندې یې خلکو تورونه لګول چې په لکونو روپۍ ورسره وې خو د هغه په کالیو او واسکټ کې یواځې ۲۷۰ کلدارې وې او بس.

دوی دا هم وویل چې صوبايي حکومت هغوی ته ویلي دي چې د مشال خان د کیس لپاره به وکیل هم هغوي ته د هغوي په خوښه ورکړي.

یاده دې وي چې د خیبر پښتونخوا د پولیسو لخوا هم داسې یو بیان راغلی دی چې پکې حکومت ته د شخصي وکیل د نیولو په اړه رضامندي ښکاره شویده.

په بیان کې دا هم ویل شویدي چې که ستر عدالت غواړي نو د مشال خان کیس به بل ځای ته انتقال کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG