لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: د اسانتیاو د کمي له امله په کلیوالو سیمو کې بچو د زېږدنې په وخت د مېرمنو د مړېني شمېر زیات دی 


د پېښور اېل ار ايچ هسپتال کې د ډاکټره مهناز فېصل وايي د ښارونو پرتله په کليوالو علاقو کې د ماشوم پېدا کېدو په وخت د ښځو د مړيني شرح ځکه سېوا ده چې ښځې د هسپتال پر ځاۍ په کورونو کې ښه کېدو ته ترجيح ورکوي
د پېښور اېل ار ايچ هسپتال کې د ډاکټره مهناز فېصل وايي د ښارونو پرتله په کليوالو علاقو کې د ماشوم پېدا کېدو په وخت د ښځو د مړيني شرح ځکه سېوا ده چې ښځې د هسپتال پر ځاۍ په کورونو کې ښه کېدو ته ترجيح ورکوي

په پاکستان کې د صحت چارو پوهان وايي د شهري علاقو په پرتله په کليوالو سيمو کې د ماشومانو پېدا کېدو په وخت د مېرمنو د مړيني شرح ځکه زیاته ده چې زياتره حامله ښځې وخت په وخت معائني کولو د پاره ډاکټر ته نه ورځي او وروسته په هغه دايانو د ماشوم د پېدا کېدو عمل ترسره کړي چې دغه وخت پېدا کېدونکو پيچده مسلو باندې پوهه نلري۔

ماهرین وايي په کم عمرۍ که د جينکو ودونه هم د دوی ژوند د خطر سره مخامخ کړي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي چې د صوبې په هر يو يونين کونسل کې په دې اړه د تربيت يافته طبي عملې د پاره مرکزونه جوړ کړي چې د حامله مېرمنو په وخت معائنه کوي او ګټه ورې مشورې هم ورته ورکوي۔

په دې اړه د پېښور اېل ار ايچ هسپتال کې د ډاکټره مهناز فېصل وايي د ښارونو پرتله په کليوالو علاقو کې د ماشوم پېدا کېدو په وخت د ښځو د مړيني شرح ځکه سېوا ده چې ښځې د هسپتال پر ځاۍ په کورونو کې ښه کېدو ته ترجيح ورکوي او په دغه موقع پېدا کېدونکو مسلو له لوجې زياتره مېرمنې په حق ورسېږي۔ " چې کله حمل يي وي نو هغې کې دوی هغه شان باقاعده چېک اپ نه کوي، بل دا چې هلته کې کومې دايانې دي نو هغوي دومره ماهرې نه وي او دوي په هغو باندې خپل ډيليوري هر څه ووکړي، د صحت نړيوالې ادارې ويلي دي چې کم از کم څلور ځله دوي چېک اپ وکړي نو بيا هم ټيک دې"

نوموړې زياته کړه په لرې پراتو سيمو کې اکثره جينکۍ په کم عمرۍ کې واده کړی شي په کومو کې چې زياتره د ماشوم پېدا کېدو په وخت ژوند د لاسه ورکړي۔ " کم عمر کې چې واده ووشي نو د هغې ځانله ډېرې پيچيدګۍ دي، کم عمر کې حامله کېدو سره پي پي اېچ کې هم ماشومه ډېره ځي، هډوکي هم سم جوړ نه وي، نورې مختلف مسلې ورته هم جوړې شي او بلکل ينګ اېج يا ځوانې کې وفات شي"

د خېبر پښتونخوا د آدۍ محکمې د چارواکو ترمخه د صوبې په کچه ۱۷ فيصده خلق د مانع حمل داروګان او سامان کارول غواړې خو د سهولتونو د نشتوالي، د ټولنې د روياتو او د مذهبي رجحاناتو له امله دوي دغه قدم نه شي اخېستې، ماهرين وايي که چرې مور پلار ماشومانو پېدا کولو کې مناسب وقفه وساتي نو دې سره د مېندو د مړيني شرح کمېدلې شي۔

په دې اړه د آبادۍ محکمې چارواکی محمد اشفاق وي او ای ډيوه ته وويل:" چې مونږه نور علاقايي ملکونو سره موازنه ووکړو نو هغو نه زمونږه د ماشومانو د مړيني شرح او د موريانو د مړيني شرح دواړه زيات دي، نو کله چې ماشوم پېدا کولو کې درې کله وقفه ووشي نو دې کې دواړو شرح اموات کې ډېر زيات به کمې راشي"

د خېبر پښتونخوا د مېندو او بچو د صحت د پاره کارکونکې ادارې مشر ډاکټر ګل صاحب خان وايي د ماشوم د پېدا کېدو په وخت د مېرمنو د مړيني شرح قابو کولو د پاره د يونين کونسل په کچه د طبي ماهرينو مرکزونه پرانستې شوې دي او هلته باقاعده د حامله مېرمنو معائنه کېږي او د خه صحت په اړه ورته مشورې ورکړې کېږي۔

" هغه يو کواليفائيډ ښځه ده نو د زنانه چې حمل ووشي نو د هغې څلور وزټس يا چيک اپس وي او هغه دې سره رجسټرډ شي او دې د پاره کارډ جوړ کړي نو د هغې په سکېلډ هېنډز کې چې د دې ماشوم ووشي نو هم ماشوم صحتمند وي او هم مور صحتمند وي او مارټېليټي بلکل کمه وي"

په پاکستان کې د ماشومانو د پېدا کېدو په وخت د مېندو د مړيني په اړه شوې سروې ترمخه د ښاريزو علاقو په پرتله په کليوالو سيمو کې دغه وخت د زنانه و په حق رسېدو شرح 26 فيصده سوا ريکارډ شوې۔ دغه سروې ښايي چې خېبر پښتونخوا کې په يو لاک ماشومانو پېدا کېدو په مهال 165 مېندې ژوند د لاسه ورکوي۔

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG