لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان په ډیوه پریس کانفرنس کې


د جمعیت علماء اسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمان د وایس آف امریکا ډیوه ریډیو په پریس کانفرنس کې ویلي ددوی ګوند د 25و زرو پوری علماو نه فتوی اخستې ده او ترهګري او ځان مرګي بریدونه یې غیراسلامي او غیر انساني ګرځولې دي.
د طالبانو سره د خبرو اترو په اړه ېي زیاته کړه چې یو نماینده قبایلي جرګه به د طالبانو سره د خبرو اترو پروسه پر مخکې بوځي. هغه اویل په جرګه کې په سوونو قبایلي مشران او علماء ګډون لري.
په انتخاباتو کې د ښځو د ګډون په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې مولانا فضل الرحمان اویل چې هغه د خپلې کورنۍ ښځو ته د ووټ اچولو حق ورکوي نو څنګه به د نورو پښتنو میاندې او خویاندې د ووټ اچولو د حق نه منع کړي.
نوموړي د بلوچستان پخوانی صوباېي حکومت بی وسه وبلو، هغه اویل په بلوچستان کې حکومتې چارې مرکزي ادارو لکه استخباراتي ادارې آېي ایس آېي ، فرنټیر کور یعنې پوځ او نورو ادارو په لاس کې لرلې. په بلوچستان کې د ګورنر راج په حقله هغه اوویل چې نوي حکومتې سسټم د بدامنۍ مخه نه ده نیولې.
په ټیوټر باندې دغه پوښتنې ته چې صدر زردازي او جنرال کیاني خو د صدر حامد کرزي سره د سولې لپاره کیناستې شي نو ولې مولانا فضل الرحمان د افغانستان د سولې خبرو ته نه کیني؟ مولانا فضل الرحمان په ځواب کې اویل یاد شوي دری واړه مشران امریکا پلوي دي او واېي دی د امریکا ملګری نه دی.
د 55منټو پریس کانفرنس کې مولانا فضل الرحمان پښتون مظلوم قام بللې. او واېي دا ذمه واري ګنړي چې راتلونکي نسل ته په وینو لړلی مستقبل نه، بلکه امن ورکړي.
د نورو پښتنو ځوابونو لپاره د ډیوه پریس کانفرنس په لاندینې لنک اوریدی شۍ.
د پریس کانفرنس کوربه بهروز خان دی.
please wait

No media source currently available

0:00 0:54:11 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG