لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مزارشریف: د قران د سوځېدو پرضد مظاهره کې د ملگرو ملتونوکارکونکي وژل شوي


مزارشریف: د قران د سوځېدو پرضد مظاهره کې د ملگرو ملتونوکارکونکي وژل شوي
مزارشریف: د قران د سوځېدو پرضد مظاهره کې د ملگرو ملتونوکارکونکي وژل شوي

افغان پولېس وایي د ملگرو ملتونو(م م و) لږ تر لږه اته بهرني کارکونکي د هېواد په شمالی برخه کې د قران د سوځولو پرضد شوي مظاهرې په وخت وژل شوي دي.
ملگرو ملتونو د جمعې په ورځ د دې خبرې پخلې کړې دې او ویلي دي چې د افغانستان بلخ ایالت پایه تخت مزارشریف کې یې په دفتر حمله شوې ده.
افغان چارواکي وایي مظاهرچیانو د ملگرو ملتونو په دفتر هغه وخت یرغل وکړو چې دوي د امریکا فلوریډا ښار کې د یو پادری لخوا د قران سوځولو پرضد احتجاج کولو.
د افغانستان او پاکستان مشرانو د قران سوځولو پېښه غندلې ده. د جمعې په ورځ د جمعې نمونځ وروسته په سلگونو خلک لارو کوڅو ته احتجاج لپاره جمع شو.
د ملگرو ملتونو دفتر ته نزدې دغه احتجاج کونکو د دتشدد نه کار واخستو.افغان چارواکي وایی د نېپال سره تعلق لرونکي پېنځه امنېتي کارکونکي په وژل شوو کې شامل دي.
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ټولو لوۍ چارواکې سټېفن دې مېستورا هم مزار شریف ښار ته روان دی.
د افغانستان پایه تخت کابل او لویدیځ ښار هرات کې هم د قران سوځیدو پرضد مظاهرې شوي دي خو دکوم تشدد خبر مخې ته نه دی راغلې.

په دغه مظاهرو کې مظاهره چیانو د امریکا پرضد نعرې وهلې.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG