لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا وتلي سینېټر جان میکېن په ماغزو کې سرطان وموندل شو


د میکېن په ماغزو کې دغه خبیث سرطان هغه مهال وموندل شو کله چې تېره اونۍ دده د چپې سترګې له شا څخه د پنځو سانتي مترو په اندازه د کلکې شوې وینې د یوې ټوټې راویستلو لپاره عملیات ترسره شول.

د هغه ډاکټرانو ویلي دي چې میکن د جراحۍ له عملیات څخه په چټکۍ سره د ښه کېدو په حال کې دي.

میکېن ته په امریکا کې د ویتنام د جګړې اتل ویل کیږي چې د تیرو ۳۰ کالو راهیسې د امریکا د سنا غړی دی.

د میکېن کورنۍ د هغه د درملنې په اړه فکر کوي چې ایا کیمیاوي درمل (کیموتیراپي) ورکړي او که د جوهري شعاګانو (رډیېشن) په واسطه تر درملنې لاندې ونیول شي.

د میکن لور میګن وايي څومره چې زه خپل پلار پیژنم نو هغه ډیر کلک انسان دی.

میکېن په تیره کې هم د پوستکي د سرطان په ګډون د یوشمیر سختو ناروغیو نه ښه شویدی.

میکېن د ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ کلونو ترمنځ د ویتنام په زندان کې هم بندي وه.

ولسمشر ډنالډ ټرمپ میکېن د یوه تکړه جنګیالي په نوم یاد کړی او د هغه بیړنۍ روغتیا ته یې دعا کړې.

د امریکا پخواني ولسمشر براک اوباما چې په ۲۰۰۸ کال ټاکنو کې یې له میکېن څخه ګټلې وه په یوه ټویټ کې ویلي.

جان میکېن د امریکا یو اتل او تر ټولو خلکو چې زه یې پیژنم یو زړور جنګیالی دی او د سرطان ناروغي په دې نه پوهېږي چې له چاسره په جګړه کې ده.

روغتیا پوهان وايي د ماغزو ددغه ډول سرطان یا ګلیو بلسټوما په ترڅ کې په ماغزو او حرام مغز کې تومورونه جوړیږي او د پنځو کالو لپاره د ژوندي پاتې کېدو چانس یې څلور فیصده دی.

تر دې مخکې د امریکا د پخواني ولسمشر جان اف کینیډي ورور ټیډ کنیډي هم د ورته ناروغۍ له امله په ۲۰۰۹ کال کې مړ شوی وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG