لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مکرسټل بدلون دافغانانو په نظرکې


د مکرسټل بدلون دافغانانو په نظرکې
د مکرسټل بدلون دافغانانو په نظرکې

د امريکا صدر براک اوباماپه افغانستان کې دجنرال مکرسټل پځايې جنرال ډيوډ پيټرياس لوړپوړى پوځي کمانډر گمارلى دى او دهغه دگمارنې اعلان صدر اوباما په داسې مياشت کې کړى چې دنيټو لپاره تر ټولو خونړۍ مياشت ده.

سږ کال دجون په مياشت کې افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو تر ټولو زيات پوځيان مړۀ او ژوبل شوي دي او تر ټولو حيرانونکې خبره دا ده چې هم په دغه مياشت کې دنيټو لوړپوړي پوځي کمانډر امريکائي جنرال اسټينلى مکرسټل په واشنگټن کې صدر اوباما ته خپله استعفي وړاندې کړه.

صدر اوباما دښاغلي مکرسټل استعفي نۀ يواځې دا چې منظوره کړه بلکې دهغه پځايې يې هم دجون په مياشت کې افغانستان لپاره دامريکائي جنرال ډيوډ پيټرياس دگمارنې اعلان وکړو.

څيړونکي هيله کوي امريکائي کانگريس به ډير زر دجنرال پيټرياس دگمارنې توثيق وکړي ځکه چې څو کاله وړاندې جنرال پيټرياس په عراق کې په کاميابۍ سره پوځي تگلاره بدله کړې ده.

دافغانستان صدر حامد کرزى په افغانستان کې دجنرال مکرسټل په کردار خوښ ؤ، دهغه يو وياند وحيد عمر خبريالانو ته وئيلي دي افغانستان څخه دمکرسټل تگ دبدقسمتۍ خبره ده او دغه هيواد ته دجنرال پيټرياس تگ يو ښه خبر دى.

وحيد عمر وويل صدر کرزى فکر کوي دمکرسټل پځايې دجنرال پيټرياس گمارنه يوه ښه پريکړه ده او دصدر اوباما ددغه پريکړې سره افغانستان سره دهغه دوابستگۍ څرگندونه کيږي.

جنرال پيټرياس ددې سيمې او دافغانستان په وضعيت ښه پوهيږي او په افغانستان کې چې څه روان دي هغه پرې نۀ يواځې دا چې ژور نظرساتلى بلکې دافغانستان لپاره يې دامريکائي تگلارې په تيارۍ کې هم همکاري کړې ده ځکه هغه دافغانستان دحالاتو څخه ناخبره نۀ دى.

خو دکابل په سړکونو عام افغانان وائي هغوي ته هيڅ نۀ ده معلومه چې په راتلونکې کې به څه کيږي.

په کابل کې يو اولسي وگړى شفيق الله هم په هاغو خلکو کې شامل دى چې دمکرسټل دکردار څخه خوښ وؤ .

هغه وائي په افغانستان کې دجگړې په لمړيو نهو کلونو کې داولسي وگړو په وژل کيدو او ژوبل کېدو کې تر ډيره حده زياتوالى راغلى ؤ خو کله چې يو کال وړاندې هغه افغانستان ته راغلى نو داولسي وگړو په وژنه کى زيات کمى راغلو.

همدغه راز يو بل اولسي وگړي پامير وئيلي دي هغه فکر کوي مکرسټل يو ښه انسان ؤ ځکه چې هغه داولسي خلکو سره ښې اړيکې لرلې او دافغانانو سره يې ښه چلند کړى دى.

خو په سيمه کې ځينې ماهرين هم دا خيال لري چې دمکرسټل څخه وروستو دجنرال پيټرياس په وړاندې چې کوم کار پروت دى هغه زيات سخت دى.

څيړونکو دمکرسټل په دې خبره ستائينه کړې ده چې هغه دنيټو مشن دبرياليتوب په لوري روان کړى ؤاو افغانانو ته يې خپل پام گرځولى ؤ چې له امله يې داولسي وگړو په مرگ ژوبله کې زيات کمى راغلى ؤ.

دافغانستان دپکتيکا ولايت پخواني والي يا گورنر محمد اکرم په کابل کې وائس اف امريکا سره خبرو کې وويل هغه فکر کوي مکرسټل دخپلې نوې ستراتيژۍ له لارې ښه کار وکړو لکه : مکرسټل څو ځله دصدر حامد کرزي سره دجنوبي افغانستان سفر وکړو او دمقامي مشرانو او سياستمدارانو سره يې وليدل او دا هاغه وخت ؤ چې نيټو او افغان ځواکونو دطالبانو په ضد په جگړه کې چټکتيا راوستې وه.

محمد اکرم وائي ددې مطلب دا شو چې امريکائي او افغان حکومت دواړه دغه عمليات په گټور انداز کې ختمول غواړي او اولسي خلک هم په دغه کار کې گډول غواړي.

نوموړى گمان کوي دا مهال دجنرال مکرسټل دبدلون گټه کمه او تاوان زيات دى.

هغه وائي کۀ چرې يو داسې کمانډر بدل کړل شي څوک چې دافغان حکومت سره ښې اړيکې لري او چاچې دحکومت او اولس ترمينځ رابطه جوړه کړې ده نو منفي اغيزې به ولري.

محمد اکرم داهم وويل چې دافغانستان په وضعيت او اولس پوهيدلو کې به نوى پوځي کمانډر څو مياشتې وخت اخلي خو اوس مهال يو ، يو منټ قيمتي دى.

نوموړى وويل دگرمۍ په موسم کې په عامه توگه افغانستان کې اړي گړي کې زياتوالى راځي او سږ کال په قندهار ولايت کې عمليات پيل کيدل پاتې دي او ددې نه علاوه دستمبر په مياشت کې دپارلماني انتخاباتو مهم هم شروع کيدونکى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG